په دنده بوخت افغان سرتېری؛ بمبار یې د کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

په دنده بوخت افغان سرتېری؛ بمبار یې د کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

د افغان امنیتي سرتېري داستان چې دی په دنده کې و، خو د 'افغان او بهرنیو ځواکونو' په بمبارۍ او عملیاتو کې یې د کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي. د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ويلي وو، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو يو ځايي قومندان وژل شوی او د سيمې د مقاومت په پايله کې ملکي وګړي ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ښځې او ماشومان دي.