افغان حکومت د سولې مذاکراتو د پایلې هرکلی کړی

  • 13 مارچ 2019 - 22 کب 1397
اشرف غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني دا راز وویل د سولې د بهیر مالکیت د افغانستان له خلکو او دولت سره دی او په وینا یې مشورتي لویه جرګه به د مذاکراتو چوکاټ وټاکي او د سولې تعریف به وړاندې کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له وروستیو خبرو اترو تر ترسره کېدو وروسته، د افغانستان ملي یووالي حکومت د سولې لپاره د امریکا هڅې ستایلې دي.

ولسمشر غني په ارګ کې د وحدت اسلامي ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو کې وویل، مشورتي لویه جرګه به د مذاکراتو چوکاټ وټاکي او د سولې تعریف به وړاندې کړي.

هغه وویل دا د افغانستان حکومت و چې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره یې له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه.

پرون په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو ترسره شو. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیزاد ویلي چې دواړه اړخونه له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه پر مسودې هوکړې ته رسیدلي.

د زلمي خلیلزاد تر خبرو څو ساعته وروسته د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوه ټویټ کې ولیکل، د افغانستان حکومت د سولې لپاره د امریکا د هڅو هرکلی کوي او هیله من دی چې له طالبانو سره اوږدمهاله اروبند اعلان او پر دې سربېره د طالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

دوحه کې د سولې خبرې جدي ښکاري

'له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ ګواښ ختمېدو په مانا نه ده'

په جګړه کې بوخت افغان سرتېری؛ 'بمبارۍ یې د کورنۍ ۱۲ غړي وژلي'

همدارنګه د افغانستان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله له ترهګرۍ د نه ملاتړ په اړه د طالبانو له ژمنې د یوه ښه ګام په توګه یادونه وکړه خو دا یې هم زیاته کړه که طالبان د افغانستان له دولت سره خبرو ته چمتو نشي پایله به ګټوره نه وي.

"ویل کېږي چې طالبانو هوکړه کړې نور به د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي او د القاعدې په ګډون به له هېڅ داسې یوې ډلې سره اړیکه نه لري او په وړاندې به یې مقابله کوي. که همدا خپور شوی شوی رښتیا وي - چې هیله من یو رښتیا وي، د افغانستان د ستونزو یوه برخه به له منځه ولاړه شي، خو که خدای مکړه طالبان دا ځل هم د خپلو تبلیغاتو په فکر کې وي او ووایي چې موږ د افغانستان له دولت سره نه وینو او موږ یوازې له یوه نړیوال ځواک سره مذاکره کوو او که له دې موقع یوازې د خپلو تبلیغاتو لپاره ګټه واخلي دا به پایله نه لري."

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني په ارګ کې د وحدت اسلامي ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو کې وویل، مشورتي لویه جرګه به د مذاکراتو چوکاټ وټاکي او د سولې تعریف به وړاندې کړي.

ښاغلي عبدالله وویل، له هر فرصته باید د سولې لپاره ګټه پورته شي، خو زیاته یې کړه چې سولې ته لومړیتوب ورکول د ټاکنو د بهیر تر پوښتنې لاندې راوستلو او یا درولو په مانا نه دي.

همدې ټکي ته د ولسمشر مرستیال سرور دانش هم اشاره وکړه او ویې ویل چې یوشمېر کسان شعار ورکوي، سوله لومړیتوب دی او دا چې د سولې لپاره باید له ټاکنو تېر شو خو دده په وینا دا د ځينو سیاستوالو د لنډ مهاله ګټو د خوندي کولو یوه هڅه ده.

ورته مطالب