کابل امنیه قومنداني: د وژل شوې ماشومې مهسا دوسیه په بشپړېدو ده

  • 13 مارچ 2019 - 22 کب 1397
کابل د انځور حقوق MOI
Image caption د پولیسو په خبره دوه کسان د دغې وژنې په تور نیول شوي دي

د کابل امنیه قومنداني وایي، د سړي تښتوونکو له لورې د ۶ کلنۍ وژل شوې ماشومې مهسا دوسیه بشپړېدو ته نږدې شوې او راتلونکې شنبه به څارنوالۍ ته واستول شي.

د مهسا کورنۍ له حکومت غواړي چې د لور قاتلین یې په عام محضر کې اعدام شي.

په خواله رسنیو کې هم د دغې ماشومې وژنې پراخ غبرګونونه پارولي او د مهسا د قاتلینو د علني اعدام غوښتنه کوي.

له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې شپږ کلنې ماشومې مهسا وژل کېدل یو وحشاينه عمل بللی او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې امر کړی چې پېښه د قانون له مخې وڅېړي او عاملینو ته یې سختې سزا ورکړي.

د کابل امنیه قومنداني وایي، سربېره په دې چې د دغې ماشومې په وژنه کې نیول شويو دوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، خو په دغه قتل کې د نورو کسانو د احتمالي لاس لرلو لپاره څېړنې روانې دي.

د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل بي بي سي ته ویلي چې د مهسا دوسیه به راتلونکې شنبه لویې څارنوالۍ ته واستول شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شپږ کلنې مهسا وژل یو وحشاينه عمل بللی

نوموړي زیاته کړه:

''دوه تورن کسان چې پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی او موږ هغه کس هم نیولی چې دغو دوو کسانو ته یې دوکان په ایجاره ورکړی و. نیول شوي کسان به قضایي مراجعو ته تسلیم شي. ''

د دغې ماشومې د ژوند او مرګ تصويرونه یې یوځای لاس پر لاس کېږي او د مهسا لپاره عدالت غواړو له هشټګ سره د عاملینو لپاره د سزا غوښتنه کېږي.

ولسي جرګه د اباسین وژونکو ته اعدام غواړي

د تکنالوژۍ په مټ د افغان ماشومانو د اختطاف مخنیوی

"کابل کې ۱۵سوه جنایتکاران چې ۲۰ بانفوذه کسان یې ملاتړ کوي"

هرات بیا د سړي تښتونې ضد مظاهره وکړه

کابل پولیسو د دوو کسانو ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې د ماشومې په تښتول تورن دي او په خپاره شوي ویډیويي کلیپ کې دغه کسان د مهسا تښتولو او وژلو جریان بیانوي.

بل لور ته د ماشومې پلار مرتضی احمدي په یوه خبرې غونډه کې وویل:

''له ولسمشر، اجرايي رییس او قضايي قوې مې غوښتنه دا ده چې د مهسا قاتلانو ته د اعدام سزا ورکړي. ''

بل لور ته د کابل پوليسو د مهسا د وژلو په تور دوه کسان نيولي دي. د کابل د پوليسو په وینا تښتونکي دوه تنه دي او د مهسا په بدل کې یې د هغه له کورنۍ د درې سوه زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

د کابل د پوليسو قومندان محمد روشندل وویل، د مهسا تښتونکي د هغې کاونډيان دي:

''د پېښې دوه اصلي تر سره کوونکي مو نیولي دي. پېښه داسې شوې ده، چې د دغې نجلۍ یو ګاونډی د خاله زوی سره یو ځای ماشومه تښتولې او په یو کرایي دوکان کې یې ساتلې وه. د شپې پر ۱۲ بجې دغه ماشومه له خپلې مور سره د ټیلیفون له لارې غږولې او وروسته یې شهیده کړې، چې مړی یې د باراني اوبو په یوه لښتي کې اچولی و. ''

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption مرتضی احمدي وايي، د ماشومې لور د وژونکو لپاره سخته سزا غواړي

د افغانستان لويې څارنوالۍ ويلي، پر پېښه يې ټکان خوړلی او اوس مسوولین د پېښې په تړاو د نښو، نښانو په راټولولو بوخت دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په وینا د پېښې له تر سره کوونکو سره به جدي چلند وشي.

دغه دردونکې پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د کورنیو چارو وزارت لخوا څو میاشتې مخکې په کابل کې د انسان تښتونکو او زورواکو څو نوملړونه خپاره شول او دچارواکو په وینا یو شمېر یې وزارت ته تسلیم شوي هم دي.