د کورنیو چارو وزارت: بلخ ته ځانګړي ځواکونه تللي؛ د ولسمشر امر پلی کیږي

  • 14 مارچ 2019 - 23 کب 1397
کابل د انځور حقوق Social Media
Image caption خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشال سادات د بلخ اوسېډونکو ته وروسته له هغې ډاډ ورکړ چې ددې ولایت پخواني والي د نوي ګمارل شوي امنیه قومندان مخالفت وکړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات وايي، د بلخ د پولیسو نوی مشر جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزار شریف ته رسېدلی او په دې برخه کې به د ولسمشر امر 'بې له کوم ځنډه' پلی کیږي.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او د جمعیت اسلامي ګوند یو مشر ددې ګمارنې مخالفت څرګند او د مزار پر اوسېدونکو یې غږ وکړ چې له کورونو دې بهر نه وځي.

هغه په خپل فیسبوک پاڼه خپور کړي پیغام کې له هټیوالو غوښتي چې خپل دوکانونه خلاص نه کړي.

ښاغلي نور همداراز افغان حکومت په 'دسیسه' جوړولو تورن کړی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د دغه ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلې عادي چارې دې روانې وساتي او د امنیت له پلوه دې ډاډمن وي.

ښاغلي سادات په خپل ټویټر پاڼه لیکلي د بلخ امنیتي وضعیت ته په کتو ولسمشر محمد اشرف غني ددې ولایت لپاره نوی امنیه قومندان ټاکلی.

"د بلخ خراب امنیتي وضعیت ته په کتو جلالتماب جمهور رئيس د 222 د پولیسو ځانګړې قطعې قومندان عبدالرقیب مبارز د دغه ولایت د نوي امنیه قومندان په حیث ګمارلی. له بده مرغه پخوانی امنیه قومندان اکرم سامع چې د دې ولایت د امنيتي وضعیت په مدیریت او بهترۍ کې پاتې راغلی."

نوموړي زیاته کړې چې د بلخ پخوانی امنیه قومندان نغواړي چې له دندې لرې شي او د دولت په وړاندې د مقاومت ګواښ یې کړی.

"باید ووایم چې نوی امنیه قومندان د 333 کومان‌‌‌‌‌‌ډو ځانګړې قطعې په بدرګه مزار شریف ته رسېدلی او امنیه قومندانۍ ته په لاره دی. وضعیت کاملا کنټرول دی او هیڅ ‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډول تشویش نشته."

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، له کابله حمایوي ځواک به هم ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر بلخ ته ورسېږي.

د بلخ لپاره نوی ګمارل شوی امنیه قومندان تېره شپه بلخ ته ورسید خو ویل کیږي له هوايي ډګر ښار ته د ورتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د هغه بدرګې ته ورغلیو کسانو بي بي سي ته ویلي چې بلاخره بلخ کې ځانګړې امنیتي ځواکونو ښاغلی مبارز هوايي ډګر ته نژدې خپلې اډې ته بیولی.

Image caption په بلخ کې د بي بي سي خبریال وايي چې له هوايي ډګره تر امنیه قومندانۍ لار کې ګڼ امنیتي سرتیري لیدل کیږي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل د بي بي سي خبریال حمید فهیم ته ویلي چې نوی امنیه قومندان د کورنیو چارو وزارت له یوه پلاوي سره یوځای د ځانګړو ځواکونو په قطعه کې دی او نن به د هغه د معرفي کولو په اړه پریکړه وکړي.

خو هغه ښار ته د نوي امنیه وقومندان د ننوتو د مخنیوي ادعا رد کړه.

د ښار نظامي څېره

په بلخ کې د بي بي سي خبریال وايي چې له هوايي ډګره تر امنیه قومندانۍ لار کې ګڼ امنیتي سرتیري لیدل کیږي.

هغه وايي د امنیه قومندانۍ شاوخوا ته ځانګړي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

نوموړی وايي ښار کې د خلکو تګ راتګ شته خو ځینو سیمو کې هټۍ بندې دي.

مزار شریف ښار کې پوهنتونونه رخصت دي خو په عامه واټونو کې ګاډي تګ راتګ کوي.

بلخ کې دې وضعیت یو شمېر خلک اندېښمن کړي.

هلته یو هټیوال وايي: "موږ غریب خلک یوو، هېڅ خوښه نه یوو چې زموږ کاروبار دې وځنډیږي. له دولت نه غواړو زموږ ستونزه حل کړي."