د بلخ نوي امنیې قومندان رسماً دنده پیل کړه

بلخ د انځور حقوق MOI/AFG
Image caption د بلخ نوی امنیه قوماندان د معرفي کېدو په حال کې.

د بلخ ولایت لپاره د امنیې نوی قومندان عبدالرقیب مبارز د بلخ امنیه قومندانۍ شاوخوا کې له څو ساعته نښتو وروسته بلاخره د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړو ځواکونو سره یو ځای خپل دفتر ته ورسېد او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

له خپرو شویو تصویرونو ښکاري چې جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په شتون کې د امنیه قوماندان پر څوکۍ ناست دی.

ښاغلي مبارز له طلوع نیوز خبري شبکې سره خبرو کې وویل:

''د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو هغه سیمه چې مقاومت پکې کېده تصفیه او تالاشي کړه او له هغو کسانو یې وسله واخیسته چې مقاومت یې کاوه. دوی به د قانون منګولو ته وسپارو. هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د نظام، دولت او مرکزي حکومت پر ضد بغاوت وکړي. ''

نوموړی زیاتوي:

''ټولو مشرانو ته درناوی کوو، خو هر څوک چې د نظام او حکومت پر ضد جګړه کوي، موږ به یې مقابل کې درېږو. ''

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي تر اوسه ۲۵ نامسوله وسله وال نیول شوي دي.

ښاغلی مبارز د بلخ امنيي پخواني قومندان اکرم سامع پر ځای ګومارل شوی دی. ښاغلی سامع چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته نژدې کس بلل کېږي، د ښاغلي نور او افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ د اختلافونو پر مهال د امنیې قومندان په توګه ګومارل شوی و.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور تېره شپه پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه د مزار شریف ښار له اوسېدونکو غوښتي و، چې د ده په خبره د ځان امنیت خوندیتوب لپاره کارځایونو ته له تلو ډډه وکړي، ځکه د هغه په وینا ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیت ګډوډولو لپاره دسیسه جوړه کړې ده.

په مزارشریف کې د نن ورځې پېښې یوه لړ غبرګونونه هم راپورته کړي دي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه کاندید امرالله صالح وايي.

''د بلخ لپاره د نوي امنیه قومندان ټاکل د هېڅ یوه قوم یا سیاسي ګوند مقابل کې دسیسه نه ده. ''

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption ښاغلي نور له مزار ښاریانو غوښتي و چې کارځایونو ته له تلو ډډه وکړي

ښاغلی صالح وايي، ''پرېکړه د دغه ولایت د امنیت ښه کېدو لپاره شوې ده. ''

بل لور ته راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید محمد حنیف اتمر په بلخ کې د رامنځته شویو ناندریو په اړه وايي:

''دا یوه قومي موضوع نه ده، دا یوه سیاسي موضوع ده. دا یوه قانوني موضوع نه ده، دا یوه انتخاباتي غیر قانوني موضوع ده. موږ یو تفاهم او توافقنامه درلودل، موافقتنامه تر پښو لاندې شوې ده او تصمیم د دې لپاره نیول شوی دی، چې موږ او زموږ ملګري حذف کړي، ملت به هېڅکله دا کار و نه مني. ''

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په نننۍ پېښه کې یو پولیس ټپي شوی دی. په مزار شریف کې د بي بي سي خبریال حمید فهیم وایي تر څو شیبو پورې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېدل.

دا څرګنده نه وه چې چا او له کومه اړخه ډزې کولې، خو د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې مزار شریف کې حالات کنټرول دي.

Image caption په بلخ کې د جګړې له پیلېدو څو شېبې مخکې انځور چې په واټونو کې ځانګړي ځواکونه ښکاري

له سیمې زموږ خبریال وایي، د ښار کې خلک په منډو او له سیمې په تېښته لیدل کېدل.

د بي بي سي خبریال وایي، د ځانګړو ځواکونو ټانګونه لیدل شوي چې د امنیه قوماندانۍ شاوخوا سیمې یې نیولې وې.

همدارنګه د امنیتي ځواکونو تر څنګ په ملکي جامو کې وسله وال کسان هم لیدل شوي. چې ښکاري دوی له تېرې شپې راهیسې دلته مورچل نیولی و.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یاناما په یوه ټویټ کې د مزار شریف حالت د اندېښنې وړ بللی او په افغانانو یې غږ کړی چې د ارامۍ او خبرو له لارې ستونزې حل کړي او د ښار د اوسېدونکو امنیت ته پام وکړي:

په کابل کې د امریکا سفیر په خپل ټویټر لیکلي چې "له اړخونو غواړي چې ستونزې په ارامۍ حل کړي، افغان امنیتي ځواکونه د خلکو د ساتلو لپاره دي نه د سیاسي جګړو د حل لپاره. "

بلخ کې څه روان دي؟

په مزار شریف کې حالت وروسته له هغه کړکېچن شو چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د پولیسو د نوي مشر په توګه جنرال عبدالرقیب مبارز وټاکه.

خو د بلخ پخواني والي عطا محمد نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرایي ریس دی د دې ګومارنې مخالفت وکړ او د مزار په اوسېدونکیو یې غږ وکړ چې له کورونو دې نه وځي.

په ځواب کې یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات ویلي چې مزار شریف کې امنیت تر کنټرول لاندې دی او عبدالرقیب مبارز له ځانګړو ځواکونو سره مزار شریف ته رسېدلی.