کابل کې د امریکا سفیر څرګندونو ته توند غبرګون

  • 14 مارچ 2019 - 23 کب 1397
Image caption د امریکا سفیر وايي، افغانان باید له زغمه کار واخلي

کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر جان بس په یوه ټویټر پیغام کې په بلخ ولایت کې نننیو پېښو ته په اشارې سره له افغانانو د زغم غوښتنه کړې. نوموړی وايي، ''د امریکا متحده ایالتونو د بلخ په مزارشریف کې د ارامۍ غوښتنه کوي، افغان امنیتي ځواکونه د ولس امنیت ساتنې دنده لري، د دوی هدف د سیاسي شخړو پر سر له یوه بل سره جګړه کول نه دي.

د نوموړي د ټویټ بله برخه کې راغلي "د افغان امنيتي ځواکونو نښته د منلو وړ نه ده، له دغه ډول تاوتریخوالي یوازې طالبان ګټه پورته کوي. "

د نوموړي ټویټر پیغام ته ځینې افغانانو توند غبرګون ښوولی. نورالله احمدزي د ټویټ په ځواب کې لیکلي:

"دا سیاسي شخړه نه، بلکې د قانون پلي کېدل دي چې ټول افغانان یې غواړي. امریکا چې د ډیموکراسۍ او قانون پلي کېدو خبره کوي نورو ته باید بېلګه واوسي. خو ستا څرګندونې د افغانانو او افغان حکومت د خوښې خلاف دي. جنګسالار او ملاتړي یې نه غواړو. "

د عبدالشکور په نامه د ټویټر کاروونکي بیا لیکلي: "ته باید د افغانانو په ملي مسایلو کې مداخله ونه کړې. "

د عبدالرحمن عزیزي په نامه یو کس لیکلي: "د زورواکو پر وړاندې د ولسمشر او خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوو. "