کابل: د نژدې پنځه میلیونو کسانو لپاره ۲۲ امبولانسونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل: د نژدې پنځه میلیونو کسانو لپاره ۲۲ امبولانسونه

  • 14 مارچ 2019 - 23 کب 1397

افغانستان کې هر کال د روانې جګړې له کبله زرګونه کسان وژل کېږي. ملګري ملتونه وايي، پروسږ کال د نژدې لس زره ملکي قربانیانو له کبله ډېر خونړی و. پلازمېنه کابل کې د نورو هېواد پرتله ډېرې خونړۍ پېښې کېږي، خو د نژدې پنځه ملیونو نفوس دغه ښار کې یوازې ۲۲ امبولانسونه دي چې ملکي خلکو ته خدمت کوي. بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې وه چې تر یوې اونۍ پورې کابل کې د بېړنیزو طبي خدمتونو له وړاندې کونکو سره د دوی فعالیتونه له نژدې وګوري.

اړونده مطالب