د ماشومې مهسا وژنې قضیه: صرافانو کاربندیز کړی

کابل
Image caption اعتراض کوونکي له دولت نه د صرافانو د امنیت ته جدي پاملرنه غواړي او په ټول هېواد کې یې له صرافانو غوښتي چې نن شنبه (کب ۲۵/مارچ ۱۶) کار بندیز وکړي.

د یوه صراف د کوچنۍ لور د اختطاف او وژل کېدو وروسته په کابل کې صرافانو کاربندیز کړی او د صرافۍ تر ټولو لوی مارکېټ شهزاده سرای تړل شوې ده.

اعتراض کوونکي له دولت نه د صرافانو د امنیت ته جدي پاملرنه غواړي او په ټول هېواد کې یې له صرافانو غوښتي چې نن شنبه (کب ۲۵/مارچ ۱۶) کار بندیز وکړي.

دوی له افغان دولت نه غوښتي چې د مهسا په نوم د کوچنۍ نجلۍ تښتوونکو ته د 'اعدام' سزا ورکړي او د نورو صرافانو کورنیو قربانیانو ته دې پام وکړي.

'افغانستان کې د صادارتو کچه ډېره شوې'

په جګړه کې بوخت افغان سرتېری؛ 'بمبارۍ یې د کورنۍ ۱۲ غړي وژلي'

د افغانستان د صرافانو ټولنې مشر میر افغان صافي بي بي سي ته وویل، په تېرو درې میاشتو کې نهه صرافان په ټول هېواد کې لومړی تښتول شوي بیا وژل شوي دي.

هغه وايي، روانه لړۍ اقتصاد ته لویه ضربه ده او دولت او خلکو ته میلیونونه ډالره زیان اړوي.

Image caption صرافانو له افغان دولت نه غوښتي چې د مهسا په نوم د کوچنۍ نجلۍ تښتوونکو ته د 'اعدام' سزا ورکړي او د نورو صرافانو کورنیو قربانیانو ته دې پام وکړي.

نوموړی زیاتوي چې صرافان د دوی د ملګرو تښوونکو 'اعدام او د دولت لخوا ځان ته جدي پاملرنه غواړي'.

کابل کې تېره اونۍ یوه کوچنۍ نجلۍ مهسا لومړی وتښتول شوه او بیا یې جسد پیدا شو چې دې کار پراخ غبرګونونه راوپارول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د مهسا وژنه وحشیانه جنایت وباله او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارښتنه وکړه چې ددې پېښې عاملینو ته سخته سزا ورکړي.

د کابل پولیسو د دغې کوچنۍ نجلۍ له موندلو وروسته رسنیو ته وویل: 'د مهسا اختطاف کوونکي د نوموړې دوه ګاونډیان ځوانان دي چې هغه یې په ۱۳مه ناحیه خیرخانه کې تښتولې وه او بیا یې د هغې له پلار نه د ۳۰۰ زره ډالرو غوښتنه کوله. خو کله چې د نوموړې کورنۍ په دې اړه پولیس خبر کړل، هغوی نجلۍ له ستونې نیولې او وژلې. بیا یې جسد د اوبو په یوې ویاله کې اچولی و.'

د مهسا پلار مرتضی احمدي هم ویلي و 'له ولسمشر، اجرایه رییس او قضايي ارګانونو زما غوښتنه داده چې د مهسا قاتلان دې په اعدام محکوم شي.'

د انځور حقوق MOI/AFG
Image caption د مهسا اختطاف کوونکي د نوموړې دوه ګاونډیان ځوانان دي چې هغه یې په ۱۳مه ناحیه خیرخانه کې تښتولې وه او بیا یې د هغې له پلار نه د ۳۰۰ زره ډالرو غوښتنه کوله.

د مهسا د کورنۍ یو غړي بي بي سي ته ویلي و چې د مهسا پلار د واټ پر غاړه صراف و چې اختطاف کوونکو ګومان کړی و چې پلار به یې ډېر مالداره وي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي ادارې یې له ټولو امنیتي ارګانونو غوښتي چې خپلې څېړنې ژر تر ژره له دوی سره شریکې کړي.

دی وايي له هر اړخیزې ارزونې وروسته به ددې پېښې عاملین محاکمه او مجازات شي.

د کابل صرافانو له دې وړاندې هم څو ځلې کاربندیز کړی و. صرافانو پورې د افغانستان د بازار تړاو کېدای شي خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي.

ورته مطالب