افغانستان د عمران خان د خبرو په تړاو د پاکستان استازی احضار کړی

عمران خان د انځور حقوق IMRAN KHAN FACEBOOK

د افغانستان بهرنیو چار وزارت وايي، کابل کې یې د پاکستان سفارت یو مستشار د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په تړاو احضار کړی دی.

ښاغلي خان په یوه وینا کې ویلي، 'د افغانانو تر منځ به خپلمنځي سوله وشي او یو داسې حکومت به رامنځته شي، چې ټول افغانان به پکې شامل وي. '

عمران خان د باجوړ سیمې مرکز ښار کې تېره ورځ د ځايي خلکو یوې غونډې ته وینا کې وویل:

''زه له هر چا سره خبرو ته چمتو یم،د خپل هېواد حالت ښه کېدو لپاره له نرېندرا مودي سره هم خبرو ته چمتو یم، افغانستان کې خو زموږ وروڼه دي، هلته خو راتلونکو ورځو کې انشالله، له طالبانو سره خو خبرې پیل شوې دي، خپلمنځي سوله به وشي، یو ښه حکومت به افغانستان کې رامنځته شي، ښه حکومت یانې زما د خبرې معانا دا چې یو داسې حکومت چې د افغانستان ټول خلک به په حکومت کې شامل وي. جګړه به ختمه شي، سوله به راشی، له دې ځایه به تجارت وي، ټوله سیمه کې به ان شاءالله خوشحالي راشي، افغانستان به هم سوکاله شي، پر خپلو پښو به ودرېږي، ان شاءالله هغه وخت راتلونکی دی. ''

بل لور ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې یې د پاکستان سفارت له مستشاره د پاکستاني لومړي وزیر د څرګندونو په تړاو د سپیناوي غوښتنه کړې.

افغان چارواکو د ښاغلي خان خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې.

عمران خان: د تورخم لاره به شپه او ورځ پرانیستې وي

عمران خان: راجستر افغان کډوال پاکستان کې بانکي حساب پرانیستلی شي

طالبان راتلونکې اونۍ پاکستان کې له عمران خان سره ګوري

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې افغان حکومت پاکستان ته د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په تړاو سخت اعتراض کړی او د نوموړي څرګندونې یې د افغانستان په چارو کې صریح لاسوهنه بللې.

د انځور حقوق AHMADI/FB

تېر کال په پاکستان کې د لومړي وزیر عمران خان هغو څرګندونو غبرګونونه راپورته کړل، چې ویلي یې وو هغو افغان کډوالو ته به د پاکستان تابعیت ورکوي چې هلته زېږېدلي او را لوی شوي دي.

د لومړي وزیر هغه اعلان په پاکستان کې بېلابېل غبرګونونه را پارولي وو، خو لومړي وزیر وروسته وویل چې په دې اړه به له ټولو سیاسي ګوندونو سره سلا مشوره کوي.

د پنجشنبې ورځې په وینا کې د ښاغلي خان خبرې تر ډېره په دې ورټولې وي، چې د خپل هېواد د اقتصادي حالت ښه کېدو لپاره هر چا سره خبرو ته چمتو دی.