افغانستان کې تر ۵۰ سلنه ډېر وګړي خپلسري درمل کاروي

درملتون
Image caption ډير خلک په خپله درمل پېري او خوري چې بیا په نورو ناروغیو اخته کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مني، چې دا ستونزه د ټول هېواد په کچه شته او د دې وزارت یوه پخوانۍ سروې هم په ډاګه کوي چې په افغانستان کې له ۵۰ سلنه زیات خلک خپله درملنه پخپله کوي.

د درملو پېر او پلور په بازار کې د نورو مصرفي توکو په څېر نه دی بلکې د ناروغۍ له تشخیص وروسته د نسخې په نامه د معالج ډاکټر سند ته اړتیا ده چې له مخې باید درمل وپېرل شي.

خو په افغانستان کې له پخوا دا چاره به یوه عام دود بدله شوې او ناروغان په اسانۍ کولای شي درمل تر لاسه کړي، خو د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې بیا داسې نه دي.

ډير خلک په خپله درمل پېري او خوري چې بیا په نورو ناروغیو اخته کېږي.

د کابل اوسېدونکی سردار محمد یو له هغو کسانو دی چې د درملو د خپل سرې کارونې له امله اوس ورته د معدې ناروغي پيدا شوې ده:

"په معده کې مې درد پیدا شو، څو ځله درملتون ته لاړم او درمل واخیستل او ومې خوړول، له بده یې بدتر کړم اوس مې د بدن بند، بند درد کوي. له خلکو غواړم چې پخپل سر درمل ونه خوري."

ډاکټران هم وایي چې د ډاکټر له مشورې پرته په خپله د درملو کارول نورې ستونزې رامنځ ته کوي او د دې پر ځای چې ناروغي ورسره ښه شي د انسان په بدن کې نورې منفي اغېزې پر ځای پرېږدي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر شفیق الله نوري بي بي سي ته وویل، درملتون نه شي کولای د ناروغۍ تشخیص وکړي او بیا مناسب درمل ورکړي:

''تقربیا شپیته اویا سلنه خلک د ځان درملنه پخپله کوي، خو دا کار بدې پایلې درلودای شي، ځکه درمل پلورونکي د هغوی د ناروغۍ دقیق تشخیص وکړي، نو ځکه داسې درمل ورکوي چې له ګټې تاوان ډېر لري او ښایي د جانبي عوارضو لامل وګرځي.''

د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې دامهال ۸۴۰۱ قلمه درمل ثبت شوي چې لدې ډلې یوازې د ۸۱ قلمه درملو ورکړه پرته له نسخې جواز لري.

د عامې روغتیا وزارت وایې درمل په دوه ډوله دي: یو (Over the counter drugs) یعنې چې پرته له نخسې (نسخې) یې ورکړه جواز لري او په ټوله نړۍ کې دا ډول درمل له نورو روغتیایې توکو سره یو ځای په عامه هټیو کې هم پلورل کېږي خو Prescription drugs هغه درمل دي چي له نسخې پرته یې ناروغانو ته ورکول کاملاً بند دي.

د حامد په نامه د کابل ښار یو تن درمل پلورونکی هم وایي چې دوی ځينې درمل ورکوي، خو هر ډول درمل د ډاکټر له مشورې پرته نشي ورکولای:

Image caption د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار بي بي سي ته وویل سره له دې چې ډېر خلک خپلسري درمل پېري خو دوی توانېدلي چې د عامه پوهاوي له لارې دا کچه د تېرو کلونو په پرتله را ټيټه کړي

''له شپیتو اویا سلنې ډېر خلک دلته راځي او په خپل سر او پرته له نخسې درمل غواړي، هغه درمل چې موږ پوهېږو جدي جانبي عوارض نه لري ورکوو او د کارونې لارښونه هم ورته کوو، خو هغه درمل چې بدې پایلې درلودای شي او له نخسې پرته یې پېرل منعه دي نه یې ورکوو.''

د روغتیا وزارت وایې د درملو د خپل سري پلورونکو لپاره د دې وزارت د نوې لایحې له مخې نغدي جریمه او سزا هم ټاکل شوې ځکه دا کار د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او هغه کسان خپل سري درمل کاروي په اړه څه نه دي ویل شوي.

Image caption د خلکو له خوا په خپلسري ډول د درملو پېرلو لاملونه، د خلکو ناسم پوهاوی او بې پروایي، په ځینو حالاتو کې ډاکټر ته نه لاسرسی او اقتصادي ستونزې هم بلل کېږي.

ددې وزارت ویاند وحید مایار بي بي سي ته وویل سره له دې چې ډېر خلک خپلسري درمل پېري خو دوی توانېدلي چې د عامه پوهاوي له لارې دا کچه د تېرو کلونو په پرتله را ټيټه کړي:

''ریښتیا هم ډېر خلک پخپل سر درمل پېري او خوري یې، خو په تېرو پنځو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت لخوا د عامه پوهاي پروګرامونه زیات شوي او موږ توانېدلي یو چې په دې برخه کې خلک د درملو د خپلسرې کارونې له زیانونو خبرو کړو.''

د خلکو له خوا په خپلسري ډول د درملو پېرلو لاملونه، د خلکو ناسم پوهاوی او بې پروایي، په ځینو حالاتو کې ډاکټر ته نه لاسرسی او اقتصادي ستونزې هم بلل کېږي.

چارواکي وایي دې کار د درملو هغو چاقاچیانو ته هم لاره خلاصه کړې چې درملتونو ته بې کیفیته او قاچاقي درمل ورسوي او له دې لارې وپلوري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډاکټران وايي، د ټراماډول، کوډین او مورپهین په څېر درد ضد مخدر درمل د لنډ مهال لپاره ګټور دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې د درملو کلنی مصرف ۶۵۰ میلونه ډالرو ته رسي چې د باراز نژدې ۹۵ سلنه برخه وارداتي درملو خپله کړې او یوازې پنځه سلنه پکې کورني جوړ درمل کارول کېږي.

جعلي درمل په نړۍ کې د ماشومانو ژوند ته لوی ګواښ دی او هر کال د ۲۵۰ زره ماشومانو ژوند اخلي.

ورته مطالب