اشرف غني د کابل نامسؤوله وسله والو بې وسلې کولو امر کړی

Image caption د کابل پولیس وايي، کابل ښار کې به ټولې مجوز نه لرونکې وسلې راټولې کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې کابل کې له نامسؤوله وسله والو تر راتلونکو درېیو میاشتو وسلې ټولې کړي.

د ارګ په دې اعلامیه کې راغلي ښاغلي غني د کب پر ۲۶مه عربي متحده اماراتو کې افغان سوداګرو ته په وینا او کتنه کې وویل، کابل کې به امنیتي ګواښونه له منځه ولاړ شي.

شاوخوا درې میاشتې مخکې د کورنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي و، کابل کې ۱۵۰۰ کسان د ټولنې نظم په ګډوډولو تورن ګڼل شوي چې د ۲۰ تنو افغان دولتي او نا دولتي مشرانو لخوا یې ملاتړ کېږي.

دې چارواکي ویلي و، تورن کسان ۲۸ زره ناقانونه وسلې لري او کابل ښار کې سړي تښتونه، غلاوې او نور پلان شوي جرمونه ترسره کوي.

افغان سوداګرو د تل په څېر د کابل له ناوړه امنیتي وضعیت شکایت کړی. څو ورځې وړاندې د کابل صرافانو د یوه صراف د لور مهسا له تښتول کېدو او وژل کېدو وروسته د اعتراض په ډول خپل کاربندیز وکړ.‌

د افغانستان د صرافانو د ټولنې مشر بي بي سي ته وویل،‌ په تېرو درېیو میاشتو کې نهه صرافان افغانستان کې تښتول شوي او بیا وژل شوي دي.

افغان سوداګر هم له ورته وضعیت سره مخامخ دي. نا امني او د تښتونو پې‍ښې د دې لامل شوې چې یو شمېر پانګوال له کابل او افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي.

د انځور حقوق MOI
Image caption د کورنیو چارو وزات وايي، په کابل ښار کې ۱۵۰۰ کسان ۲۸ زره ناقانونه وسلې لري

د افغانستان ولسمشر افغان سوداګر هڅولي چې په هېواد کې له موجوده فرصتونو په ګټې اخیستو په هېواد کې پانګونه وکړي.

تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو نوملړ خپور کړی چې په وینا یې په "وژنو، غلاوو، انسان تښتونو او د کابل ښار د امنیت په خرابولو کې لاس لري."

د کورنیو چارو وزارت په دویم خپاره شوي نوملړ کې ۱۶ داسې کسان دي چې د وزارت په وینا، "زور او سلګونه نا قانونه وسلې لري".

پر دې سربېره څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت د وسلې لېږدولو د جواز ټول کارتونه لغوه اعلان کړل او له ټولو وسلو لرونکو یې وغوښتل چې خپلې وسلې کورنیو چارو وزارت او پولیسو ته وسپاري.

ورته مطالب