زلمی خلیلزاد پر افغان سوله له چین او روسیې سره خبرې کوي

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption خبر پاڼه وايي چې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد به له خپلو سیالانو سره د افغان سولې بهیر لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ، د جګړې ختمولو کې د هېوادونو په رول او نورو برخو خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له خپل روس او چینايي سیال سره پر افغان سوله ګډه ناسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد به نن او سبا (وری ۱-۲/مارچ ۲۱-۲۲) د افغانستان لپاره د روسیې سفیر او ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د چین د ځانګړي استازي او سفیر ډینګ زیجن او د اروپايي تولنې د استازي رونالد کوبیا کوربه وي.

خبر پاڼه وايي چې د امریکا استازی به له خپلو سیالانو سره د افغان سولې بهیر لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ، د جګړې ختمولو کې د هېوادونو په رول او نورو برخو خبرې اترې وکړي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو وړاندې په ترکیه کې هم یوار سره لیدنه کړې وه، خو ددوی د غونډې په اړه ډېر جزیات خپاره نه شوو.

امریکا:‌ افغانستان کې د جنګي جرمونو ارزوونکو ته وېزې نه ورکوو

اماراتو د افغانانو په مشرۍ د سولې ملاتړ کړی

اشرف غني د کابل نامسؤوله وسله والو بې وسلې کولو امر کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال له روسي ، چنايي او اروپايي استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد سختې نیوکې وکړې او هغه یې تورن کړ چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي.

ښاغلي محب ادعا کړې وه چې په افغانستان کې داسې انګېرنه ده، چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی، چې مشري به یې پخپله کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې د دواړو هېوادو اړیکو او د سولې بهیر ته زیان رسوونکې بللې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بهیر کې د امریکا پر دریځ له نیوکو وروسته رویټرز خبري اژانس په حواله لوړپوړو امریکايي چارواکو افغان ولسمشر ته ویلي چې 'امریکایانو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره راشه درشه بنده کړې'.

ورته مطالب