غني: نوی کال به د سولې کال وي

کابل د انځور حقوق Empics
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني چې په‌دې مراسمو کې ګډون کړی وویل، ۱۳۹۸ کال به د سولې او رڼو ټاکنو کال وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نوی ۱۳۹۸ لمریز کال د سولې، نیکمرغۍ او اقتصادي ودې کال یاد کړ. هغه په مزار شریف کې د سخي جنډې پورته کولو په مراسمو کې وویل چې دغه کال کې دوه مهم کارونه مخکې لري چې سوله او د ولسمشرۍ ټاکنې دي.

ولسمشر یوه اونۍ وروسته له هغه مزار شریف ته تللی چې دلته د نوي امنیه قومندان له ګومارلو سره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور مخالفت سیاسی فضا نانندریزه کړې وه.

د بلخ په مزارشریف کې د نوروز د جشن او د 'حضرت علي' د جنډې د پورته کولو مراسم ترسره شول. افغان ولسمشر اشرف غني چې په‌دې مراسمو کې ګډون کړی وویل، ۱۳۹۸ کال به د سولې او رڼو ټاکنو کال وي.

هغه وویل سوله افغانانو ته 'له اکسیجن هم مهمه ده'.

"خبره په دې کې ده چې موږ تلپاتې سوله غواړو، نه هغه سوله چې د وینې بوی ترې راشي."

افغان ولسمشر وویل، داسې افغانستان نه غواړي چې سل کسان دې پکې میلیونران او نور پکې بېوځله وي.

زلمی خلیلزاد پر افغان سوله له چین او روسیې سره خبرې کوي

ولسمشر غني: داسې افغانستان نه غواړم چې پکې سل میلیونران او نور بې وزله وي

د افغانستان ولسمشریزې او ولایتي شوراګانو ټاکنې وځنډېدې

"د افغانانو فقر زما د منلو نه دی. زه نه غواړم دداسې یوه هېواد ولسمشر واوسم چې پکې سل کسان میلیونران وي او ۴۰ سلنه خلک وږي ویده شي."

ولسمشر غني وویل په دې کال کې به د مزار-چین کوریدور پرانیستل شي.

هغه وویل په لومړي ځل به د صادراتو لویه برخه د اوبو له لارې د قزاقستان او ازبکستان له پولو مخامخ چین ته صادر شي.

افغان ولسمشر خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې ۱۳۹۸ کال د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۰م کال دی او دده په خبره دې کال کې به د دار الامان، پغمان، تاجبیګ قصرونو په ګډون د غازي امان الله خان د دورې ټولې تاریخي ودانۍ بیا ورغول شي.

مزار ته د ښاغلي غني له تلو یوه اونۍ مخکې د بلخ لپاره د نوي امنیې قومندان ګومارنې پر سر د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د مخالفت د ښار چاپیریال د یوې ورځې لپاره ګډوډ کړ، چې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو له تلو وروسته وضعیت ارام شو.

دغه مخالفت لا هم په مزار شریف کې محسوسیږي. ان تر دې چې ښاغلي نور او نژدې کسانو یې د نوروز مراسمو کې ګډون نه و کړی. ولسمشر غني که څه هم په څرګنده د دې مخالفتونو په تړاو څه و نه ویل، خو ویې ویل 'هغه څوک چې امنیتي ځواکونو ته درناوی نه کوي، ولس ته هم درناوی نه لري. '

Image caption افغان ولسمشر وویل، داسې افغانستان نه غواړي چې سل کسان دې پکې میلیونران او نور پکې بېوځله وي.

ولسمشر غني په دې مراسمو کې د هېواد اقتصادي ودې په تړاو هم وغږید. ولسمشر وايي، هغه چارې ښې پرمخ تللې چې د سیمې پر څلور لارې د افغانستان بدلولو لپاره روانې دي.

هرکال په مزارشریف کې د نوروز جشن او د ګل سرخ میله د 'حضرت علي' پر مزارد جنډې په پورته کولو سره پیلیږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب