د کابل چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي

کابل د انځور حقوق EPA
Image caption کابل کې چاودانې داسې مهال شوې چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ټول افغانستان کې د نوروز نمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیو شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د دریمې حوزې په علي اباد سیمه کې درې چاودنې شوي دي.

ددې وزارت ویاند نصرت رحیمي د بي بي سي له خبریال محفوظ ذبیدي سره په خبرو کې ویلي چې دغه چاودنې له وړاندې د ځای پرځای شویو ماینونو وې.

چاودنې نن (وری ۱/مارچ۲۱) سهار مهال نهه بجې شاوخوا شوې دي.

ولسمشر غني: داسې افغانستان نه غواړم چې پکې سل میلیونران او نور بې وزله وي

زلمی خلیلزاد پر افغان سوله له چین او روسیې سره خبرې کوي

د نوروز رېښې چېرې دي او لمن یې تر کوم ځای غځېدلې؟

خو د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې چاودنو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

چاودنې د جمال مینې د کارته سخي زیارت ته نژدې شوي چېرې چې هر کال د کابل یو شمېر اوسېدونکي د نوروز مراسم نمانځي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

کابل کې چاودانې داسې مهال شوې چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ټول افغانستان کې د نوروز نمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

Image caption چاودنې د جمال مینې د کارته سخي زیارت ته نژدې شوي چېرې چې هر کال د کابل یو شمېر اوسېدونکي د نوروز مراسم نمانځي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې مزار شریف ته د نوروز نمانځنې لپاره تللی په یوه ټویټ کې د کابل په چاودونو خواشینې ښودلې.

هغه لیکلي: "لکه څنګه چې موږ په ګډه دغه بختوره ورځ نمانځو، زموږ ملکي خلکو کابل کې یوه بله ویجاړونکې ورځ لیدلې. موږ د ډارن دښمن په برید کې خپل بېګناه وګړي له لاسه ورکړل. زه د قربانیانو کورنیو ته ډاډګېرنه وایم او ټپي شویو ته عاجله روغتیا غواړم."