مېډلیسټ ای:"د ابوظبۍ ولیعهد د طالب مشرانو د وژلو وړاندیز کړی و"

پمپیو او زاید د انځور حقوق Getty Images

د منځني ختیځ سترګه یا مېډلیسټ ای په نوم وېبپاڼه وايي، د ابوظبۍ ولیعهد محمد بن زاید د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د داسې پروګرام جوړولو وړاندیز کړی و چې پکې طالب مشران ووژل شي.

الجزیره تلوېزون د دې وېبپاڼې له مخې وايي، محمد بن زاید د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته ویلي و د امریکايي ځواکونو وتلو سره خطر شته چې افغانستان بدو ږیرورو ته پاتې شي.

تراوسه امریکا او متحده عربي اماراتو دې رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

الجزیره چې قطر یې مالي ملاتړ کوي او د طالبانو دفتر پکې دی، متحده عربي اماراتو او سعودي ور سره له څو کلونو راهیسې اړیکي پرې کړي دي.

* د طالبانو او امریکا خبرې؛ د پردې تر شا څه روان دي؟

* پنځو مسلو د طالبانو او امریکا خبرې تر پنځو ورځو وغځولې

بن زاید د جنورۍ پر ۱۲ متحده عربي اماراتو ته د مایک پمپیو د سفر پر مهال دا وړاندیز د دې لپاره وکړ چې په دغه کار سره به د سولې خبرو کې د پرمختګ پر سر اختلاف له منځه لاړ شي.

د سرچینې په خبره، بن زاید غوښتنه وکړه چې د طالبانو مشرانو وژلو سره به د سولې خبرو کې د دې ډلې دریځ کمزوری شي:

"پمپیو دې خبرې سره ناراحت شو، خو څه یې ونه ویل".

د انځور حقوق Getty Images

د طالبانو او امریکا ترمنځ ابوظبۍ کې خبرې له هغه وروسته وشوې چې د قطر خبرو کې سعودي او متحده عربي اماراتو ګډون نه کاوه.

ټاکلې وه د اوبوظبۍ تر خبرو وروسته طالبان د سعودي په جده کې هم ورته ناسته ولري، خو داسې ونه شول.

د الجزیره رپوټ هم وايي، باور دی چې بن زاید ابوظبۍ کې د طالبانو د نورو خبرو د نه کېدو لامل شو او د دې ډلې په ټینګار سره بیا قطر کې خبرې وشوې چې شپږ ورځې اوږدې شوې.

ورته مطالب