د کابل بهیر دریمه ناسته بیا وځنډېده

د انځور حقوق Arg
Image caption د سولې بهیر تېرکلنه غونډه ولسمشر غني وویل که طالبان له تاوتریخوالي لاس اخلي د سیاسي بهیر په توګه یې مني.

افغان حکومت د کابل بهیر د درېمې ناستې د ځنډېدو اعلان کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دغه ناسته به اوس د سولې د مشورتي جرګې له پرېکړې وروسته جوړېږي.

ټاکل شوې وه، چې په دې ناسته کې تر ډېره د افغانستان د سولې لپاره پر نړیوالو هڅو خبرې وشي.

په پلان کې وه چې د کابل پروسې دریمه ناسته لکه د تېر په څیر د فبروری په میاشت کې وشي خو د نامعلومو دلایلو له کبله وځنډول شوه.

* د کابل بهیر دویمې ناستې د بحث اجنډا

* ولسمشرغني: چمتو یو طالبان د سیاسي ګوند په توګه ومنو

د تېر کال کابل بهیر دویمه ناسته کې د څه باندې۲۰ هېوادونو او درې نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.

د تېر کال غونډې مهم اړخونه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لارې چارې، له نشه یي توکو سره مبارزه او له پاکستان سره هر اړخیزو خبرو ته چمتوالی و.

غونډه ولې وځنډول شوه؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر کال کابل بهیر دویمه ناسته کې د څه باندې۲۰ هېوادونو او درې نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.

اوس د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا ناسته په کور د ننه د سولې په اړه د ملي اجماع له رامنځته کیدو وروسته په کابل کې جوړیږي.

د یاد وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي په دې ناسته کې به د افغانستان د سولې په اړه ټولې هڅې وروستی شي:

د سولې مشورتي جرګې وروسته به د کابل بهیر غونډې لپاره نېټه وټاکل شي. د سیمه ییز او نړیوال اجماع لپاره کار کوو.

د سولې مشورتي جرګه هم چې ټاکل شوي وه د کب په میاشت کې جوړه شي د ثور یا غوايي تر میاشتې ځنډیدلي ده.

د دغې بهیر دویمه ناسته تېر کال د فبروری په میاشت کې وه چې د ۲۷ هېوادونو استازو او نړیوالو بنسټونو پکې ګډون کړی و.

د ولسمشر غني په وینا افغان حکومت په هغه ناسته کې طالبانو او پاکستان ته د سولې تفصیلي وړاندیزونه وکړل چې د ده په ټکو اوس د سولې بهیر له پخواني ګونګ حالت وتلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د کابل پروسې د دریمې ناستې د بیا ځنډیدو خبر داسې مهال دی چې افغان حکومت او نړیوال همکاران يي په کور د ننه او له هېواد بهر د افغان سولې لپاره د همکاریو او یوه غږ په لټه کې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب