هلمند کې دوه چاودنو درې کسان وژلي

کابل د انځور حقوق EPA
Image caption عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، کله چې موسیقي او ډول پیل شو، نو چاودنه وشوه.

د هلمند مرکز لشکرګاه کې د شنبې په ورځ د حامد کرزي سټیدم کې د بزګر ورځې مراسمو کې دوه چاودنې او ډزې شوې دي.

د کورنیو چارو زارت ویاند نصرت رحیمي وايي پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۳۱ ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د بي بي سي خبریال مامون دوراني سره خبرو کې وايي، دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي.

هلمند کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته له نوم پرته وویل، چې دې پېښه کې د هلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت وژل شوی دی.

"والي، د سرحدی ځواکونو قومندان، د اطلاعاتو فرهنګ رییس او د ځوانانو امر ټپيان دي".

* هلمند کې پر پوځي اډې برید: دویمه ورځ هم جګړه روانه وه

* هلمند سیند کې اوبو زیاتېدلو ایرانیان هم خوشال کړل

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطالله افغان وايي، چارواکو دې مراسمو کې ټپرۍ یا غرفې کتلې، چې چاودنه وشوه.

"موږ زراعتي ټپرۍ کتلې وروستي ټپرۍ ته چې ورسېدو چاودنه وشوه والي صیب پر ځمکه پروت و، ما له زمکې پورته کړ".

نوموړی له بي بي سي سره خبرو کې وايي، د والي په بدن یې ټپونه ونه لیدل، خو رویټر خبري اژانس د نورو چارواکو او شاهدانو له خولې وايي، چې والي تورن جنرال محمد یاسین ټپي شوی دی.

ښاغلی افغان وايي، دې مراسمو ته ډېر امنیتي تدابیر نیول شوي او د والي له دفتر سل مترۍ کې جوړ شوي و، خو بیا هم چاودنې پکې وشوې.

شاهدان څه وايي؟

د انځور حقوق HELMAND MEDIA CENTER

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، کله چې موسیقي او ډول پیل شو، نو چاودنه وشوه.

ویل کېږي چاودنه د کوچیانو خېمه کې شوې ده. او ور پسې ډزې هم شوې او بیا بله چاودنه شوې.

د یوه شاهد امیدالله زهیر په خبره، اولنۍ چاودنه پسې خلکو منډې پیل کړې ډزې شوې. وروسته بله چاودنه وشوه.

یو ماشوم خلکو تر پښو لاندې کړی و، ما را پورته کړ، بل ټپي پولیس مې هم ولید.

ددې پېښې مسولیت طالبانو منلی دی او ویلي یې دي چې په دې چاودنو کې نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ورته مطالب