د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی کندهار کې وژل شوی

کابل د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption عبیدالله بارکزی له ارزګان نه د افغانستان ولسي جرګې غړی و.

د کندهار چارواکي وایې نا پېژاندو وسله والو کندهار ښار کي ولسي جرګې کې د ارزګان د خلکو استازی او دهمدې جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی په ډزو وژلی دی.

پر نوموړي دغه برید نن (شنبه مارچ ۲۳ مه) له غرمې وروسته شاوخوا درې بجي وروسته له هغه شوی، چي نوموړی د دوستانو له کوره روانیده.

که څه هم وسلوال طالبانو وایي په دغه برید کې لاس نه لري، خو درې کاله وړاندې همدې ډلې په یوه برید کې د نوموړي یو زوی او څو نور کسان وژلي وو.

پر ښاغلي بارکزی برید د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند ښار نو سیمه کې شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي بارکزي وژل کېدو په تړاو یوه اعلامیه کې خواشیني څرګنده کړې.

د کندهار د پولیسو مشر تادین خان وایي، د دوی لومړني مالومات ښي چي برید ګر دوه کسان وو او پر ښاغلي بارکزي یې هغه مهال برید وکړ چي نوموړي په ټیلیفون کې خبرې کولې.

یوناما: سویل کې هدفي وژنې ډېرې شوي دي

عبدالجبار قهرمان؛ له قومندانۍ تر پارلمانه

ملي امنیت مشر: د جنرال رازق وژنه له هېواده بهر پلان شوې وه

د کندهار چاودنې مرستیال والي، د ملي شورا غړي او د اماراتو ډیپلوماتان وژلي

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی عبدالرحیم ایوبي وایي، د عبیدالله بارکزي او د کندهار د نورو مشرانو وژل تصادفي نه دي، بلکې نوموړی دا په کور دننه او د بهرنیو کړیو پلان شوې فعالیتونه بولي.

ښاغلي ایوبي پر حکومت نیوکه وکړه چي په وینا یې تېرو ۵ کلونو کي د کندهار او شاوخوا ولایتونو مخور مشران یو په بل پسې وژل شوي، خو حکومت دې برخه کې له ولس سره د دغه ډول وژنو او په اړه یې د پلټنو هیڅ ډول مالومات نه دي شریک کړي.

د ارزګان امنیه قومندان مطیع الله خان، حشمت خان کرزی، عبدالجبار قهرمان، جنرال عبدالرازق او عبیدالله بارکزی هغه څېرې دي چې په تېرو پنځو کلونو کي وژل شوي دي .

وسلوالو طالبانو ویلي، د عبیدالله بارکزي په وژنه کي لاس نه لري، خو درې کاله وړاندې په کابل کې د همدې ډلې درېیو بریدګرو په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي میرولي پر کور د برید پر مهال له پنځو نور کسانو سره د ښاغلي عبیدالله بارکزی زوی حفیظ الله بارکزی هم وژلي و.

عبیدالله بارکزی ۶۰ کاله عمر درلود او د ارزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي و. عبیدالله بارکزي دوې دورې په ولسي جرګه که د ارزګان د خلکو استازی او د دغه جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر هم و.

نوموړی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ غړی و او په ۱۳۶۱ کال کې یې له دغه حزب سره فعالیت پیل کړی .

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption عبیدلله بارکزی دوه دورې په ولسي جرگه كې د ارزګان ولایت استازی او په دویمه دوره کې د همدې جرګې دشکایتونو اورېدني کمیسون مشر و.

ښاغلي بارکزي د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د بېلابېلو نظامي دندو تر څنګ د ارزګان د چورې او خاص ارزګان ولسوالیو د ولسوال په توګه هم دندې درلودې.

عبیدالله بارکزي لومړنۍ زده کړي ارزګان او وروسته یې د کابل باختر پوهنتون کي د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې زدکړې کړې وې.

نوموړی له ۱۳۸۵ نه تر ۱۳۸۹ کال پورې د ارزګان د قومونو او سرحدونو د مشر په توګه هم پاته شوی.

ورته مطالب