کندوز: د افغان او امریکايي ځواکونو عملیاتو کې ۱۴ ښځې او ماشومان وژل شوي

کندوز د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا برید په تلوکه سیمه کې شوی چې له مرکزه شاوخوا درې کیلومتره واټن لري.

د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو هوايي بریدونو کې ملکیان وژل شوي دي.

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یوه ویاند نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د کندوز ولایت کې د طالبانو پروړاندې د افغان امنیتي او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

ددې ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري بي بي سي ته ویلي چې په دې پېښه کې ۱۴ ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند ډېبرال ریچاردسن ددې شمېر د تایید ترڅنګ د ملکیانو په وژنه کې طالبان پړه بللي:

"طالبان د عامو خلکو په کورونو کې پټ شوي وو او پرته له دې چې د غیر نظامیانو د ژوند په اړه فکر وکړي سیمه کې خلکو منځ کې کښته پورته تلل."

یو عیني شاهد د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي:

"د شپې ۱بجه وه ټول ویده وو، الوتکه راغله او بمونه یې وغورځول او ګڼه مرګ ژوبله یې واړوله. نیمايي یې ښځې او ماشومان دي. هر یو یې دوه، درې او پنځه کلن دي. ټول وژنه یې کړې."

افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي

هلمند کې دوه چاودنو درې کسان وژلي

د کابل بهیر دریمه ناسته بیا وځنډېده

د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي هم د ملکیانو تلفات تایید کړې خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا برید په تلوکه سیمه کې شوی چې له مرکزه شاوخوا درې کیلومتره واټن لري.

په کندوز کې د طالبانو پروړاندې ګډ عملیات له درې ورځو راهیسې دوام لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کندوز کې د طالبانو پروړاندې ګډ عملیات له درې ورځو راهیسې دوام لري.

د کندز د والي ویاند هم وايي چې په دې علمیاتو کې د 'طالبانو ۵۸ کسان وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان دي'.

نوموړی وايي څلور افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

تېره ورځ د کندوز په ګل تپه سیمه کې دوه امریکايي سرتیري ووژل شول.

په کندوز کې ملکي وګړي داسې مهال وژل کیږي چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې افغان ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امری کړی و چې د عملیاتو پرمهال ملکي تلفاتو ته جدي پام وکړي.

هغه مهال ولسمشرۍ ماڼۍ کې په دې تړاو د جوړې شوې غونډې په جزیاتو کې د ارګ پر ویب پاڼه معلوماتو کې ویل شوي چې ولسمشر امنیتي ځواکونو ته ویلي، 'زموږ موخه صفر ته د ملکي تلفاتو رسول دي.'

ورته مطالب