افغانستان کې لا هم پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

ښوونځي د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر تېر کال ویلي وچې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

په افغانستان کې د پوهنې بهیر پر وړاندې د نورو ستونزو ترڅنګ دې هېواد کې نژدې نیمایي افغان زده کوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپیریال او ودانۍ نشته.

دا له جدي ننګونو بلل کیږي چې د زده کوونکو پر ښوونه او روزنه یې بد اغیز کړی.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې لاهم نژدې پنځوس سلنه زده کوونکي تر شنه او وریځ اسمان لاندې زده کړې کوي.

د همدې ستونزې د هواري په موخه د تیر ۱۳۹۷ ښوونیز کال په پيل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شپږ زره ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو ژمنه کړې وه چې په دوو کلونو کې به یې رغوري.

ولسمشر ویلي وو چې پنځوس سلنه زده کوونکي ښوونځي نه لري.

د انځور حقوق Alamy
Image caption ولسمشر غني تیر ۱۳۹۷ کال کې نوی ښوونیز کال پیلوي

د شپږ زره ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو دا لویه پروژه چې دوه سوه میلونه ډالر ورته ځانګړي شوي و، د ولسمشر لخوا پوهنې، ښار جوړولو او ځمکو، کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته سپارل شوې ده.

خو پدې ژمنې کال واوښت او د بي بي سي موندنې ښيې چې د شپږ زره ښوونځیو له ډلې یوازې د سلو او دوو سوو په شاوخوا کې ښوونځيو لپاره ځينې ودانۍ جوړې شوې او په ځينو هغو یې کار روان دی.

د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شنیواری وایې د نوي ښوونیز کال په پيل سره به د ۱۲ سوو تر ۱۵ ښوونځیو کار عملاً پیل شي.

"ددې ښوونځيو لپاره بودیجه شته ، په ولایتونو کې ۹۰ سلنه ځمکې ورته ځانګړې شوې، د سروې، ډیزاین، پروپوزل چارې یې تکمیل شوې، دا چې دا ښوونځي د شوراګانو لخوا جوړیږي، کارونه یې اسانه دي او تمه لرو چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې به د ډيرو کارونه بشپړ شي."

د کلیو پراختیا او بیا رغورنې وزارت چې د ولسي تړون پروګرام له لارې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي بیا وایې ۲۶۴۷ ښوونځيو کار په ۱۳۹۸ ه ش کال کې بشپړوي.

دغه وزارت وایې چې ۸۳ میلونه ډالرو بودیجه ورته لري او له ځایې خلکو او قومي شوراګانو سره په همغږۍ به خپل کارونه مخکې وړي.

خو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته بیا ۲۰۰ ښوونځیو ودانۍ سپارل شوې چې له مخکې جوړو ودانییزو توکو یې جوړوي، دغه وزارت تیار ښوونځی سیمې ته وړي او هلته یې نصبوي.

Image caption د کورجوړولو تصدۍ وايي په یوه ورځ کې د اتو ټولګو لرونکي یو ښوونځي لپاره زر ودانیز ټوټې یا دیوالونه تولیدوي او هڅه کوي چې ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي.

د کورجوړنې تصدۍ مشر همایون فیض وایي په دوو وختونو کې لسګونه کسان په دې کارخونه کې کار کوي او تر اوسه یې ۷۵ ښوونځیو ته ودانیز مواد چمتو کړي دي چې ځینې یې لېږدول شوي او پاتې نور د هوا له تودیدو سره لیږدوي.

ښاغلی فیض وایې په یوه ورځ کې د اتو ټولګو لرونکي یو ښوونځي لپاره زر ودانیز ټوټې یا دیوالونه تولیدوي او هڅه کوي چې ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي.

"پدې کارخونه کې په لوړ کیفیت د ودانیو لپاره مواد تولیدیږي چې هر ډول اسانتیاوي لري ، موږ پوره اماده یو چې تولید شوي ښوونځي ولایتونو ته ولیږدو او هلته یې نصب کړو ، خو نامناسبه هوا او امنیتي ستونزې مو کارونه سوکه کوي."

Image caption د کورجوړنې تصدۍ مشر همایون فیض (ښي) وایي په دوو وختونو کې لسګونه کسان په دې کارخونه کې کار کوي او تر اوسه یې ۷۵ ښوونځیو ته ودانیز مواد چمتو کړي دي.

هغه وایې دا ښوونځي د سړې او ګرمې هوا اسانتیا لري، د طبیعې پیښو پر وړاندې مقاوم دي او له ترکیې هیواده راوړل شوې دا تجربه پنځوس کاله عمر کوي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، ټاکل شوې په ۱۳۹۸ ښوونیز کال له یو میلیون زیات نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شي.

نوی ښوونیز کال داسې مهال پیلېږي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د شمیرو له مخې لاهم درې عشاریه اووه میلیونه افغان ماشومان چې ډيرې یې نجونې دي له زده کړو محروم دي او په نا امنه سیمو کې د زده کوونکو په مخ د نژدې ۷۰۰ په شاوخوا کې ښوونځيو دروازې هم تړلې پاتې دي.