ورځپاڼې: يونيسیف وايي د جګړې پرتله ناولې اوبه زرګونه ډېر ماشومان وژني

اوبه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جګړې په سيمو کې د هغو ماشومانو چې عمرونه يې له ١٥ کلونو کم دي، د تاوتريخوالي پرتله د هغو ناروغيو له امله يې د مړينې شونتيا درې برابره ډېره ده چې د ناپاکو اوبو او روغتيا ساتنې يا حفظ الصحې ته د نه پاملرنې په پايله کې پرې اخته کېږي.

ترکۍ ورځپاڼه ډېلي صباح د يونيسف هغه وينا مهمه بللې چې وايي د جګړو په سيمو کې د بمونو او مردکو پرتله ناولي اوبه زرګونه ډېر ماشومان وژني.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې رپوټ پر بنسټ وايي د جګړې په سيمو کې د هغو ماشومانو چې عمرونه يې له ١٥ کلونو کم دي، د تاوتريخوالي پرتله د هغو ناروغيو له امله يې د مړينې شونتيا درې برابره ډېره ده چې د ناپاکو اوبو او روغتيا ساتنې يا حفظ الصحې ته د نه پاملرنې په پايله کې پرې اخته کېږي.

ورځپاڼه وايي تر ټولو ډېر زيانمنونکي بيا هغه ماشومان دي چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي. له ناورغيو د دوى د مړينې شونتيا د تاوتريخوالي پرتله ٢٠ سلنه ډېره ده.

هندوستان ټايمز ليکلي چې پاکستان او هند د تېرې فبرورۍ پر ٢٧ نېټې په خطرناک ډول پر يوه بل توغنديزو ګوزارونو ته نژدې شوي وو.

د کابل اوبه؛ نورې د څښاک نه دي

"هند د خپلې برخې اوبه پاکستان ته نشي ور کولی"

سعودي به اخر د څښلو اوبه له کومه کوي؟

هندوستان ټايمز له هندي لوړ پوړو چارواکو، هندي او پاکستاني ډيپلوماټانو او د امريکا ملي امنيت ادارې او استخباراتي چارواکو سره د خبرو په بنسټ ليکلي چې کله پاکستان د فبرورۍ پر ٢٧ نېټې هندۍ مېګ الوتکه نسکوره او پيلوټ يې ونيوه نو لومړي وزير نرېندرا مودي د برلاسۍ لپاره دا پرېکړه وکړه او د هند د استخباراتي ادارې "را" مشر انيل دهاسمانا د اى. اېس. اى مشر جنرال عاصم منير ته پر ټيليفون د پيلوټ د پرېښودو وويل او زياته يې کړه که پيلوټ ته زيان واوښت نو هند به د خپلو بريدونو کچه لوړه کړي.

ورځپاڼه وايي دوى همداراز راجستان کې د هند د ١٢ لنډ واټنو هوا نه هوا توغېدونکو توغنديو د ځاى پر ځاى کېدو په اړه خبرې وکړې.

ورځپاڼه وايي په همدې حال د هند ملي امنيت سلاکار اجيت دوول خپل امريکايى انډول جان پولټن او د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ته وويل چې هېواد يې تر ټولو بد سناريو ته چمتو دى.

دوى همدا راز عربي اماراتو او سعودي سره تماس ټينګ کړ او پرته له کوم شرطه د پيلوټ د پرېښودو غوښتنه يې وکړه.

ځينو پاکستانيو سرچينو هم هندوستان ټايمز ته ويلي چې پاکستاني چارواکي په دې باور و چې هند د بريد پلان جوړوي او هغو په ځواب کې د ديارلسو توغنديو د توغولو چمتوالى کاوه.

وروسته ورځپاڼه وايي هند ته وويل شول چې پاکستان د پيلوټ پرېښودو او د جيش محمد د مشر مسعود اظهر پر وړاندې ګام اخيستو ته چمتو دى.

Image caption یونیسیف ویلي د جګړو په سيمو کې د بمونو او مردکو پرتله ناولي اوبه زرګونه ډېر ماشومان وژني.

واشنګټن پوست وايي د اسلامي دولت نومې ډلې خلافت نور نشته خو اسلامي دولت نومې ډله لا تر اوسه نه ده ختمه شوې. ورځپاڼه سوريه کې د کوردانو په مشرۍ د سوري ډيموکراټيکو ځواکونو له لوري د داعش ډلې د ولکې وروستۍ سيمې نيولو ته په اشاره د امريکايي چارواکو او کارپوهانو په وينا وايي، د خلافت پاى د اسلامي دولت نومې ډلې د ختمېدو په مانا نه دى. ورځپاڼه وايي کله چې په سيمه کې د داعش د ډلې ماته نژدې شوه نو اورپکو خپل تجهيزات بدل کړل او په چريکي ډلو د خرپ او ترپ جګړې لپاره وويشل شول چې وار له مخه يې هغه سيمې بې ثباته کړي چې کلونه وړاندې ترې په شاه تمبول شوي و.

ورځپاڼه زياتوي خو سره له دې هم دا يوه مهمه شېبه تاريخي شېبه ده چې په سختۍ او ډېره ګرانه بيه ترلاسه شوې.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د "پاکستان ويرېدلي مسيحيان" تر سرليک لاندې يو مطلب خپورکړى او وايي ډېرى هېوادونه بايد له نيوزيلنډ زده کړه وکړي په تېره پاکستان چې دليکوال په وينا په دغه هېواد کې مسيحيانو سره ډېر ناسم چلند کېږي. مطلب وايي د نيوزيلنډ لومړۍ وزيرې د ښو اخلاقو، مهربانۍ او د مذهبي ترهګرۍ پر وړاندې د ټينګوالي عالي معيارونه زموږ مخې ته کېښودل. ليکوال وايي پر جوماتونو د تېرې اوونۍ بوږنونکو بريدونو ته د هغوى ځواب بېلګه ييز و.