هلمند کې د طالبانو بریدونو افغان امنیتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هلمند سناتور هاشم الکوزی وايي، د سنګین په جګړه کې اوه پولیس هم وژل شوي دي.

رپوټونه وايي چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې امنیتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په مشرانو جرګه کې د هلمند سناتور او ددې جرګې د دفاعي کمیټې مشر هاشم الکوزي بي بي سي ته منلې چې د دواړو خواوو په جګړه کې ۴۸ امنیتي سرتیري او لس د سنګوریانو په نوم دولت پلوي ملیشه ځواکونه وژل شوي او ۳۸ نور یې ټپیان دي.

نوموړی وايي دې جګړه کې اوه پولیس هم وژل شوي دي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې لومړی طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی، وروسته له دې چې نور ځواکونه د هغوی مرستې لپاره ورځي، د طالبانو له کمین سره مخ شوي او جګړه شوې ده.

طالبانو په سنګین ولسوالۍ د شنبې (وری ۳/مارچ۲۳) سهار مهال بریدونه پیل کړي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته منلې چې دواړو خواوو ته په جګړه کې درانه تلفات اوښتي.

افغانستان کې لا هم پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی کندهار کې وژل شوی

هلمند کې دوه چاودنو درې کسان وژلي

نوموړی وايي لسګونه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو بریدونه د هوايي ځواک په مرسته په شا تمبول شوي دي.

په هلمند کې سرچینو اسلامي خبري اژانس ته منلې چې د سنګین په مجید چوک او شکر شېلا سیمو د طالبانو بریدونو کې ۳۵ افغان سرتیري وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه ادعا کړې چې طالبانو ۵۲ افغان امنیتي سرتېري وژلي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو همداراز ادعا کړې چې په کاپیسا ولایت کې یې له افغان امنیتي ځواکونو ځینې سیمې نیولي دي او لسګونه سرتیري یې وژلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب