عمر داودزی: ایراني چارواکي راتلونکي حکومت کې د طالبانو پر ونډې ټینګار کوي

د انځور حقوق HPC
Image caption ښاغلي داوودزي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم کتلي دي.

د سولې عالي شورا وايي، تهران د افغانستان په راتلونکي حکومتولۍ کې د طالبانو پر ونډې ټینګار کوي، خو ایراني چارواکي بیا وايي چې ټول واک هم باید دوی ته ورنکړل شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او د سولې په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار محمد عمر داودزی چې د سولې د خبرو اترو لپاره یوه اوونۍ وړاندې تهران ته تللی و، د شنبې پر ورځ د (وري ۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل، د تهران چارواکو طالبانو ته د قدرت ورکولو په اړه خبرې کولې.

ښاغلي داودزي وویل، ایران چین او پاکستان ټول په دې باور دي چې د افغانستان اساسي قانون چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د دغه هېواد تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده خوندي وساتل شي.

له طالبانو سره څه ډول مذاکره وشي

ښاغلي داودزي وویل چې د هېوادونو ترمنځ د اختلاف ټکی له طالبانو سره د مذاکراتو بڼه وه. دا چې له کوم آدرسه دې مذاکره وشي او تر کومې کچې باید وړاندې ولاړې شي، د نظرونو ترمنځ توپیرونه دي او همدا زیاتوالی د ابتکارونو د رامنځته کېدو لامل شوی. ښاغلي داودزي د افغانستان د سولې په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د لازمې همغږۍ نه شتون یوه عمده ستونزه وباله.

افغانستان د انځور حقوق hpc
Image caption ښاغلي داودزي وویل چې د هېوادونو ترمنځ د اختلاف ټکی له طالبانو سره د مذاکراتو بڼه وه.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه ول چې ګواکې طالبانو او امریکايي ځواکونو د یوه لنډمهاله حکومت د جوړولو لپاره هوکړه کړې، خو د افغانستان او امریکا دولت بیا دغه خبرې نه مني.

په مذاکراتو کې د افغان حکومت ګوښی پاتې کېدل

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څه موده وړاندې امریکا ته په سفر تللی و، ښاغلي محب وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد غواړي په افغانستان کې یوه لنډمهاله اداره جوړه کړي چې مشري به یې هم خپله کوي. دی د طالبانو او د امریکایي دولت تر منځ د سولې خبرې شفافي نه ګڼي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې زلمی خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په اړه له افغان دولت سره مشوره نه کوي او افغان دولت ته لږ معلومات ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په تړاو یوه بېساري غبرګون کې پر امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سختې نیوکې وکړې

ښاغلي داودزي همداراز وویل چې د دغه درې هېوادونو ټینګار په دې و چې افغانستان د اساسي قانون له داېرې څخه بهر نشي.

د نوموړي په خبره دغه څرګندونې په دې مانا دي چې په افغانستان کې دې د نظام مشري د مشروع حکومت په لاس کې وي دغه مشروعیت باید د ټاکنو په ترسره کولو دوام ومومي.

څو میاشتې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په هند کې یوه ټلوېزیوني مرکه کړې وه او پکې یې ویلي ول چې هېڅ امکان نه لري د افغانستان په راتلونکي حکومت کې دې طالبان ونډه ونه لري، خو دغه ونډه باید برلاسې نه اوسې.

د ولسمشری ماڼۍ ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د دې څرګندونو په غبرګون کې پر خپلې رسمي فېسبوک پاڼې لیکلي چې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې ورځو کې د طالبانو د ویاندویانو په څېر عمل کوي، که ګاونډی هېواد په دې باور دی چې خبرې اترې د حل لاره ده نو ولې دوی له دغه کاره په خپلو سیاسي ستونزو کې ګټه نه اخلي.

ورته مطالب