افغانستان کې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې ښوونځي ودانۍ نه لري

افغانستان کې نوی ښوونیز کال داسې مهال پېل شوی چې لا هم نږدې پنځوس سلنه زده کوونکي تر شنه او وریځ اسمان لاندې زده کړې کوي او ښوونځي یې ودانۍ نه لري.

د پوهنې وزارت وايي د هغو شپږ زره ښوونځیو له ډلې چې ولسمشر غني یې د جوړولو ژمنه کړي وه، یوازې د څه باندې سلو هغو کار یې بشپړ شوی.

د دغو ښوونځیو د ودانولو لپاره له مخکې جوړ شوي توکي، په کور دننه فابریکو نه په نښه شویو ځانګړو ځایونو ته لېږدول کېږي او هلته ځای پر ځای کېږي. صابر عزیر له کابله پرې رپوټ لري.