د بي بي سي څېړنه: افغان ښوونځیو او مدرسو کې د ماشومانو جنسي ځورونه

د انځور حقوق Getty Images

د بي بي سي موندنې ښيي چې د افغانستان په ښوونځیو او مدرسو کې له ماشومانو د جنسې ګټې اخیستنې پر وړاندې کوم ځانګړی قانون یا کړنلاره نه شته.

د بې بې سي څېړنو موندلې چې له ماشونو ناوړه جنسي استفاده په افغان ښوونیزو ادارو کې آن د پوهنې په قانون کې د یوې ستونزې به صفت نه پېژندل کېږي.

زموږ موندنې ښيي چې له ماشومانو جنسي ګټې اخیستنې په اړه د افغانستان د پوهنې په قانون کې څه نه دي ویل شوي او د هېواد لروبر د ښوونځیو او مدرسو په پالیسو کې جنسي ځورونې ته پام نه کېږي.

په دغه رپوت کې د قربانیانو د خوندیتابه په خاطر موږ د دوی نومونه اړولي.

زلیخا د یوه شخصي کورس له ښوونکې چې دا یې جنسي ځورولې سخته اغېزمنه شوې او هېڅ یې له یاده نه ځي. دا کار دوه لسیزې وړاندې شوی دی خو اوس یې هم دروند بار پر اوږو وړي.

کېدای شي اوس هم هغه څه چې له زلیخا سره شوي د افغانستان په ښوونځیو، مدرسو یا بل ښوونیز مرکز کې له لس میلیونه ماشومانو هر یو ورسره مخامخ شي، هغه هم پرته له دې چې د خطر زنګونه پورته شي.

زلیخا وايي " ښوونکي مې زما پر لاس لاس ووهه او ویې ویل 'لاسونه دې سپین' دي ځکه ښکلي دي. ما ټکان وخوړ هلته هلکان ول نو ځکه ما څه ونه شو ویلی. بله ورځ یې ویل سترګې دې ښایسته دي. په دغې اوونۍ کې یې ما ته دوه ځلې لاس راووړ. هغه خبرې یې کولې چې زه ترې ډارېدم... اندام دې ښکلی دی، سترګې دې ښکلې دي."

د افغان ماشومانو ځورونه د انځور حقوق Getty Images

دا چې څومره ماشومان د زلیخا غوندې جنسي ځوروني او استفادې سره مخامخېږي، کره شمېرې یې نه دي معلومې ، خو د بي بي سي څو میاشتنۍ پلټنې ښيي چې، نه په ښوونځیو، نه مدرسو او ان پوهنې وزارت کې لا د ماشومانو د جنسي استفادې د مخنیوي په اړه مشخص قانون او تګلارې په پام کې نه دي نیول شوي.

موږ په کابل او ولایتونو کې ګڼ شمېر ښوونځیو او مدرسو ته ورغلو او د درېو پروسو په اړه مو څېړنه وکړه: ګومارنه ، عامه پوهاوی او جنسی ځوروونکو ته سزا.

د ښوونکو له روزنې به یې راپیل کړو. د هلمند ولایت د دارالمعلمینو له رییس محمد اسماعیل مهربان څخه مو وپوښتل چې د ښوونکو د روزنې پر مهال هغوی ته د ماشومانو د جنسي استفادې د مخنیوي په اړه څومره پوهاوی ورکول کېږي.

ښاغلی اسماعیل وايي، په شفاهي ډول ویل شوي خو په درسي نصاب کې په ځانګړې توګه څه نشته.

بله خوا د نوو ښوونکو د ګومارنې پر مهال هم په طرز سلوک یا چلند لیک کې ښوونکو ته د جنسي استفادې په اړه حدود نه دي ټاکل شوي. دا خو لاڅه چې ، بېخي د جنسي استفادې ټکي ندی پکې راغلی.

په چلند لیک کې صرف دومره ویل شوي چې ښوونکي دې د زده کوونکو ضرورتونه په پام کې ونیسي. او د ښوونکو د ګومارنې ۷۲ پاڼې سند له ښوونکو د طرز سلوک د لاسلیکولو او تعهد ورکولو غوښتنه هم نه کوي.

د افغان ماشومانو ځورونه د انځور حقوق Getty Images

موږ د افغانستان د پوهني وزارت ویاندې نوریه نزهت څخه وپوښتل چې ولې دومره یوه مهمه موضوع ګونګه پاتې ده، او کورنۍ څنګه ډاډه اوسي چې ښوونکي به د دوی له ماشومانو د جنسي استفادې نه ډډه وکړي.

آغلط نزهت وویل، "ښوونکي د افغانستان خلک او پر اخلاقي او اسلامي معیارونو پوهېږي. نو که دوی داسې موارد ویني د دیني او اخلاقي مسولیت له مخې مسول دي چې رپوټ یې ورکړي."

نو وزارت توکل د ښوونکو پر اسلامي او افغاني اخلاقو کوي.

خو زموږ څېړنې ښيي چې په ښوونیزو مرکزونو کې د ماشومانو جنسي استفاده وجود لري که څه هم نه ښوونکي، نه زده کوونکي او نه ادارې یې په اړه څه ویلو ته تیار دی.

خو د کابل پل چرخي سیمه کې د ښوونځي یو مدیر خبرو کولو ته حاضر شو.

له ښاغلي نصیر احمد ملازاده نه مو وپوښتل چې د پوهنې وزارت له خوا په شفاهي یا لیکلې بڼه څومره لارښوونه ورته کېږي چې په داسې باریکو حالاتو کې څه وکړي؟

ښاغلی ملازاده وايي "له موږ سره د ماشومانو په هکله یوازې د هغوی د روزنې لپاره لوایح او قانونه شته، د هغوی د تربیت او اصلاحي برخو باندې څه نشته."

د هغه په وینا داسې یو قانون چې د ماشوم د ځورونې په صورت کې د ښوونکي سزا وټاکي وجود نه لري.

خو ښاغلی ملازاده وايي داسې اسناد نشته چې وښيي د دوي په شاوخوا نیمه پېړۍ زاړه ښوونځي کې دې داسې پېښه شوي وي.

خو ښاغلي ملازاده وویل، ډېری دغه کارونه د سیمې د زورواکو له خوا کېږي او کورنۍ هم غلې پاتې کېږي.

د یوه ښوونځي له ماشومانو مو وپوښته چې دوي د جنسي استفادې د باریکیو او شکایت د پروسې په اړه څومره معلومات لري.

د افغان ماشومانو ځورونه د انځور حقوق Getty Images

یوه هلک وویل "موږ شخص ته ګورو، له څېرې یې پېژنو چې دې سړي د شفقت لاس کش کړ که د جنسي تېري."

نو ولې دومره ناخبرتیا؟

د ښوونځیو ماشومانو بي بي سي ته وویل چې د پوهنې وزارت له خوا هیڅوک د عامه پوهاوي لپاره ندی ورغلی.

له ښوونځیو وروسته مدرسې هغه ښوونیز مرکزونه دي چې ډېری ماشومان پکې راټول وي، ځیني مدرسې ان لیلیې لري چې ګڼ شمېر ماشومان له خپلو کورنیو لېری شپې او ورځي پکې سبا کوي.

د مدرسو په اړه هم ښوونځیو ته ورته د جنسي استفادې کیسې کېږي. موږ د مدرسو د وضعیت د څېړلو لپاره ځینو دولتي، نیمه دولتي او خصوصي مدرسو ته ورغلو او له نژدې مو د ښوونکو او زده کوونکو سره خبري وکړې.

ښوونځیو غوندي، د مدرسو زده کوونکي او ښوونکي هم د جنسي استفادې پوښتنو ته زړه نازړه ځواب وايي.

خو یو زده کوونکی چې اوس له مدرسې وتلی په خپله مدرسه کې د جنسي استفادې له رازونو پرده پورته کوي.

د دغه پخواني زده کوونکي د خوندیتابه په موخه مو د هغه نوم کړی.

سرور خپل کورته نژدې مدرسې ته تللی وو چې دیني زده کړي وکړي. خو لومړیو ورځو یې استاد عجبه خبرې پیل کړې چې سرور یې شکمن کړ. دا پېښه لس میاشتي وړاندې هغه وخت وشوه چې سرور اوولس کلن وو.

هغه وايي "زدکوونکي یې په پیسو نه بلکې مفت غولول. زه چې پرې پوه شوم ښکنځل مې ورته وکړل."

سرور بختور وو چې پر وخت پوه شو، وايي ښوونکي ته یې بد رد وویل او خپل ورور یې پرې خبر کړ. خو وايي ښوونکي یې دده په څېر د نورو زده کوونکو د ځورولو هڅه هم کړې وه.

د انځور حقوق Getty Images

سرور د یوه بل ماشوم کیسه هم وکړه چې ښوونکي به لاس پرې واهه او دده په وینا "پرتاګه کې یې لاس ور ننه اېستلی و. هلک به یې دوکان ته ننه اېسته او چپلکې به یې دننه کېښودې او خپل به یې د باندې پرېښودل. په دې معنا چې دی یوازې دی او بل څوک ورسره نشته. که څوک ورغلي هم وای هلک یې نشوای لیدلی. ده یوه المارۍ جوړه کړې وه چې هلته به یې هلک ور ننه اېسته. د المارۍ مخ ته یې څوکۍ اېښې وه. ما ولیده چې خراب کار یې ورسره کاوه."

افغانستان کې څه باندې ۱۱۰۰ مدرسې یوازي له پوهنې وزارت سره ثبت دي چې کابو ۳۵۰ زره زده کوونکي زدکړې پکې کوي. ویل کېږی شاوخوا همدومره نورې بې ثبته پاته دي.

د اسلامي تعلیماتو عمومي ریاست د مدرسو او دارالحفاظونو ۴۴ پاڼې تعلیمات نامه یو هر اړخیز سند دی. پدغه سند کې د مدیر، نګران، ښوونکي او زده کوونکي ټول مسولیتونه څرګند دي. همدارنګه د پخلنځي، بسترې، لوښو، بورې، ان د ویښتانو یادونه لا پکښې شوې، خو له جنسي استفادې د ماشومانو خوندیتابه هېڅ تدابیر نه تر سترګو کېږي.

موږ د خپلو سفرونو په لړ کې د کابل د پغمان ولسوالۍ پشه یې درې ته هم ولاړو. دا یوه غیر رسمي مدرسه ده چې چاري یې د کلی مشرتابه تنظیموي. استاد شریف الله وايي په مدرسه کي یې د جنسي استفادې ستونزه نشته، او پر د دغي مسلې بیا بیا یادول کېدای شي پخپله د جنسي اړیکو لامل شي.

خو د پغمان په دغه مدرسه کې یو نالیکلی تړون حس کېږي. ښاغلی شریف الله په ډاډ سره وویل چې دوی د داسې کارونو تصور هم نشي کولی او خپلو زدکوونکو ته یې پر دې موضوع رڼا اچولې.

زموږ څېړني ښيي د افغانستان په ښوونځیو او مدرسو کې له زده کوونکو د جنسي استفادې پېښي که رامنځته کېږي هم پټې ساتل کېږي او د ښوونځیو او مدرسو د نامه د ساتلو په خاطر پېښي رسمي بڼه نه مومي.

د افغانستان د پوهني وزارت چې لس میلیونه زده کوونکي او څه باندې ۲۱۷۰۰۰ ښوونکي لري ددغه وزارت په تاریخ کې یې یوازي يوه پېښه ثبت کړې چې په ۲۰۱۸ کال کې له یوې وړې ماشومي د جنسي استفادې هڅه شوې وه.

د پوهني وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، په تېرو نژدې دوو لسیزو کې د اداري مسایلو تر ښه کولو زیاته پاملرنه د ښوونځیو او زده کوونکو د شمېر زیاتولو ته وه، خو هڅه کوي چې د جنسي ځورونو په تړاو مسلو باندې هم کار وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان په یوشمېر قوانینو کې جنسي ځورونې ته اشاره شوې، خو د ماشومانو او ښځو د جنسي ځورونې د مخنیوي قانون په ۲۴ ماده د تعریف پر ځای داسې راغلي.

د ښځو او ماشومانو د جنسي ځوروونکو سزا: 'که یو کس د وینا، حرکتونو، لیکنو او یا ناوړه غوښتنو له لارې د ښځو او ماشومانو شخصیت او کرامت ته زیان رسوي، یا هم د وېرې ناامنۍ رواني فشارونو، یا هم په ټولنیزو چارو کې د ښځو او ماشومانو کمرنګه ګډون د ښځو او ماشومانو جنسي ځورونه ګڼل کېږي او له قانون سره سم به ترسره کوونکي ته سزا ورکړل شي.'

مهمه پوښتنه داده چې په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کوونکو خوندیتابه ته نه پاملرنه او له ماشومانو روانه جنسي استفاده کوم ډول اوږدمهالي ناخوالې لرلی شي؟

هلمند پوهنتون کې د روانپوهنې استاد حسن خان درمل وايي د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د جنسي استفادې په اړه غږ پورته کول د قوم او کور لپاره شرم ګڼل کېږي. ښاغلی درمل زیاتوي چې اړتیا ده کورنۍ خپلو ماشومانو ته لارښوونه وکړي چې که له جنسي استفادې سره مخامخ شي څه باید وکړي.

د جنسي استفادې قرباني زلیخا لارښوونه کوي چې ماشومان باید له وړې تر غټې خبرې له خپلو کورنیو سره شریکې کړي. ځورونه که د هرچا له خوا وي.

هغه وايی د ژوند تر پایه به دا ارمان لري چې ولې یې غږ پورته نه کړ.

زلیخا وايي "د کورنیو باید دې ته پام وي چې له ماشومه پوښتنه وکړي. ماشوم باید په دې عادت کړي چې هره کیسه خپلې مور ته وکړي.

ورته مطالب