د ښوونکو تشه: ۱۱ زره نوي ښوونکي په دندو ګومارل شوي

نوی ښوونیز کال د انځور حقوق Arg

د نوي ښوونیز کال له پیل سره افغان حکومت ولایتونو او ولسوالیو ته د یوولس زره نویو ښوونکو د لېږلو اعلان کړی دی. د پوهنې وزارت د نوې پرېکړې له مخې به له دې وروسته د ۱۲ ټولګي فارغان هم د ښوونکو په توګه نه نیول کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د نوي ښوونیز کال د پیل مراسمو ته چې اماني لیسه کې نیول شوي وو، وویل سږ کال زرګونو ښوونکو ته د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د جذب زمینه برابره شوې، د پوهنې وزارت رسمي شمېرو له مخې دا وخت په ټول افغانستان کې ۲۲۹ زره ښوونکي په درس ورکولو بوخت دي خو له اووه میلیونو ډېرو زده کوونکو ته د رسیدا په خاطر شاوخوا ۷۰ زره نورو ښوونکو ته اړتیا لري.

د ښوونځي زنګ له وهلو سره ولسمشر غني د یوولس زره نویو ښوونکو د ګومارلو خبر ورکړ چې ورسره په دغه هېواد کې د ښوونکو څه باندې لس سلنه اړتیا پوره کیدی شي.

ولسمشر غني دا هم وویل روان کال به ټولو زده کونکو ته د افغانستان چاپ درسي کتابونه هم ورسېږي.

د انځور حقوق ARG

ولسمشر غني تېر کال هم د نوي ښوونیز کال په پیل کې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره ځينې ژمنې کړي وې خو ټولې یې پوره شوي نه دي. ولسمشر غني ۱۳۹۷ کال د پوهنې کال ونوماوه او ژمنه يې وکړه چې په دوه کالونو کې به ۶۰۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړه کړي. له دغې ژمنې یو کال تېر شو او تر اوسه یوازې دوه سوه ښوونځي جوړ شوي.

دی د دغه کار د ځنډ دلیل د مالي امکاناتو او همغږۍ نشتوالی بولي. ولسمشر غني د ۱۳۹۸ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې یو ځل بیا وویل د کال تر پایه به ۲۷۰۰ ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

له دې سره د پوهنې وزیر میرویس بلخي وايي په تېر کال کې د ډیجیټلي حکومتولي د راوستلو، د ښځينه ښوونکو د جذب، د ښوونکو د روزنې او ځينو نورو برخو کې بنسټیز ګامونه پورته شوي خو ټولو موخو ته د رسیدو لپاره د یوې لسیزې وخت اړتیا ده.

سږ کال د پوهنې وزارت د ۱۸ زره ښوونکو د جذب وړاندیز کړی و چې له ډلې يي تر دې دمه ۱۱ زره نیول شوي د پوهنې وزارت د نوې پرېکړې له مخې له دې وروسته د دولسم ټولګي فارغان د ښوونکو په توګه ونه نیسي او هغه کسان د ښوونکي دندې ته ځان نومولی شي چې لږ تر لږه يي نیمه لوړه زده کړې بشپړې کړې وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب