ورځپاڼو ته کتنه: افغان جګړه مه اوږدوئ لنډه یې کړئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مهال افغانستان کې نږدې څوارلس زره امریکايي سرتېري شته.

امریکایۍ نېشنل انټرسټ مجلې د افغان جګړې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی: دا جګړه اوږدوئ مه لنډه یې کړئ.

د مطلب لیکوال وايي د سولې لپاره روانې هڅې جګړه نه ختموي بلکې د جګړې دوام ته لاره هواروي.

هغه څه چې په کار دي د لیکوال په نظر له افغانستان د امریکايي ځواکونو ویستل دي.

لیکوال وايي ښايي د امریکايي ځواکونو وتلو سره کورنۍ جګړه پيل شي لکه هغسې چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې وه او یا طالبان ډیر څه تر لاسه کړي، خو پکار ده چې د امریکايي سرتیرو قربانۍ د ټیټې بیې په مقابل کې دوام ونه کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په سوریه کې د داعش ماتې او دا چې له دې ماتې باید امریکا څه درسونه واخلي کتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي که څه هم په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې وروستۍ مورچل باغوز نیول د دې ډلې د بشپړې ماتې په مانا نه دي، خو دا پرمختګ ښيي چې امریکا له خپلو پولو بهر د ترهګرۍ ضد جګړه کولی شي او هغه ملاتړی رول یې چې د دې ډلې په ماتولو کې درلود دا ښيي چې دا ډول یو رول د امریکا لپاره تر ټولو په لږ لګښت تمامیږي.

کاناډایۍ ګلوبل اینډ میل ورځپاڼې لیکلي جاشوا بایل چې دی او میرمنې یې طالبانو تښتولي او پنځه کاله یې د دغې ډلې په بند کې تېر کړي او بالاخر له کورمې ایجنسۍ ازاد کړل شول، اوس د خپلې میرمنې د ځورولو په تور محاکمه کیږي او پرون یې په دې لړ کې د محکمې لومړنۍ جلسه وه.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په افغانستان کې د وچکالۍ او د هغې د ناخوالو په اړه یو تفصیلي مطلب خپور کړی او لیکي چې د سږنیو ورښتونو په پایله کې به د وچکالۍ اغیزې ختمې شي خو دا چې وچکالۍ ځمکه ډیر زیانمنه کړې، طبیعي موارد په بې رحمۍ کارول شوي او د ځمکې تودوخه هم زیاته شوې نو د دې ورښتونو بشپړه ګټه نه محسوسیږي بلکې د سیلابونو خطر ډیریږي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې کله ځنګلونه او څړځي زیانمن شي نو ځمکه له ورښت سمه ګټه نشي پورته کولی.

ورځپاڼه لیکي د وچکالۍ له امله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوې دي او بیرته خپلو کلیو او بانډو ته د ستنېدو لپاره زړه نه ښه کوي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې شاوخوا دیارلس نیم میلیونه وګړي غذايي امنیت نه لري او د وچکالۍ له امله په تېرو دوو کلونو کې دا شمیر نږدې دوه برابره زیات شوی دی، ځکه په ۲۰۱۷ کال کې دا شمیر شاوخوا اوه میلیونو ته رسېد.

ورځپاڼه لیکي په دې سره بشري مرستو ته هم اړتیا ډیره ده خو تراوسه د مرستې لپاره د غوښتل شویو پیسو یوازې یوولس سنه برخه ترلاسه شوې ده.

ورځپاڼه لیکې ملګري ملتونه وايي،چې وچکالۍ ځپلو سره د مرستې لپاره ۶۱۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي که د اړتیا وړ مالي مرستې تر لاسه نه شي نو ستونزې به تر هغه زیاتې وي چې اټکل یې کیدی شي.