ښوونځيو ته د نجونو د پرېښودو مبارزاتي هلې ځلې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ښوونځيو ته د نجونو د پرېښودو مبارزاتي هلې ځلې

د افغانستان سړو سيمو کې د نوي ښوونيز کال له پېلېدو سره هممهاله د دغه هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ښوونځيو ته د نجونو د پرېښودو مبارزاتي هلې ځلې پېل شوې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق، یونیسف، د رپوټ له مخې په کندهار، هلمند، زابل، روزګان، وردګو او پکتیکا ولایتونو کې ۸۵ سلنه نجونې ښوونځیو ته نه ځي. په پکتیا کې یو شمېر ځوانان کور په کور ګرځي او خلک هڅوي چې نجونې زدکړو ته پرېږدي. نورګل شفق په خپل رپوټ کې دغو هلوځلو ته کتنه کړې.