"له طالبانو سره تراوسه پر یوه مسله هم هوکړه نه ده شوې"

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، د قطر دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پر هیڅ یوه مسله هم هوکړه نه ده شوې.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره تېره میاشت د پنځم ځل لپاره ولیدل.

جان بس دا هم وايي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو او بیا دا هېواد د وسلوالو په مرکز نه بدلېدو برخه کې خبرې شوې او نورو برخو کې کومه خبره نه ده شوې.

جانس بس د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو سره خبرو کې طالبان تورن کړل چې له دې خبرو د ځان په ګټه تبلیغ کوي:

"ښه به وي چې طالبان له رسنیو سره د خبرو په ځای خپل ډېر وخت له افغانانو سره خبرو ته ځانګړی کړي".

نوموړي دا هم وویل، که طالبان له جګړې لاس نه اخلي، درنه مرګ ژوبله به ور واوړي.

"که هغوی جګړه کوي، درنه مرګ ژوبله به ور اوړي او که جګړه روانه وي وینه تویول او تباهي به روان وي".

طالبانو د امریکا د سفیر دغه څرګندونې ناسمې بللې او دا یې هم ویلي، چې پر لنډمهالي حکومت حکومت خبرې نه دي شوي.

هغوی دا هم ویلي، چې د افغانستان کورنیو مسلو په تړاو له امریکا سره خبرې نه کوي او نه واشنګټن پورې تړاو لري.

د امریکا حکومت چې تمه ده ډېر ژر افغانانو ته له طالبانو سره پر شویو هوکړو معلومات ور کړي، خو اوس داسې ښکاري چې د نړیوالو ملګرو د فشار له امله دې خبرو کې د افغان حکومت د رول زیاتولو هڅه کوي.

دا بدلون له هغه وروسته دی چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلکارا حمدالله محب امریکا کې خبریالانو ته وویل، زلمی خلیلزاد د خبرو له لارې لنډمهالی حکومت غواړي چې دی به یې سر کې وي.

هغه دا هم وویل، چې د طالبانو او امریکا دې خبرو کې پوره روڼتیا نه لري.