کابل؛ له ۹ کلونو وروسته بیا حکومتي ادارو پنجشنبه کار پیل کړ

وروسته له نهو کلونو نن پنجشنبه په لومړي ځل د کابل د ملکي ادارو ماموران خپلو دندو ته ځي.

د ۱۳۸۹ کال په وروستیو کې افغان حکومت وپتېیله چې د کابل ملکي ادارو کارکوونکي پر پنجشنبو رخصت او کاري ورځې یې له شپږو پنځو ته را کمې کړي.

د افغان حکومت له دغه تدبیره هدف د کابل ښار د ککړې هوا پاکوالی او ښار کې د ګڼې او ګوڼې مخنیوی ښودل شوی و.

خو د تېر کال د کب په ۱۴ حکومت د وزیرانو شورا هغه طرحه تایید کړه چې له مخې یې کابل کې د پنجشنبې ورځې رخصتي ختمه شوه.

چارواکو هغه مهال ویل چې دا رخصتي به د نوي لمریز کال له لومړۍ پنجشنبې له منځه ځي.

زموږ همکار سیدولي ناصر سره خبرو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو چارواکی اسدالله د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، کابل چې پلازمېنه ده، له ولایتونو هم ولس د خپلو ستونزو اواري لپاره ورته رځي او دوو ورځو رخصتیو له امله څو ورځې کابل کې پاتېدل:

"ځینېو به د استوګنې ځای هم نه لاره، هوټلونو کې پاتېدل، دا د حکومت ښه ګام دی".

د پنجشنبې ورځې له رخصتي مخکې به افغان مامورانو د پنجشنبې په ورځ تر دوولسو بجو کار کاوه.

بله حکومتي کارمنه حلیمه هڅه ویسا وايي، د چارشنبې ورځې رخصتي سره هم ډېرو کارمنانو د پخوا وخت پنجشنبې په څېر چلن کاوه.

"ډېری مامورانو وختي رخصتي کوله، کوم کارونه به چې سرته رسېدل بیا هم نیمګړي پاتېدل ان بلې شنبې ته".

خو د قبایلو او سرحدونو وزارت کې سلاکار سیدالله سلام وايي، که څوک کار نه کوي نه یې پنجشنبه کوي نه چارشنبه او نه بله ورځ.

نوموړی دا هم وايي، چې تېرو نهو کلونو کې چارواکو د اونۍ چارې د پنجشنبې او جمعې ورځو سره برابره کړې وې او اوس به د څه وخت لپاره یوه ورځ رخصتي کې دوستانو او کورنیو چارو ته رسېدل ورته ستونزمن وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب