خلیلزاد: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د کلونو خبره ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره له وروستیو خبرو وروسته لومړی ځل دغه څرګندونې له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې کړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که څه هم تر اوسه داسې کومه هوکړه نه شته، خو له افغانستانه د امریکايي پوځونو وتل کلونه وخت نیسي.

نوموړي له طالبانو سره له وروستیو خبرو وروسته لومړی ځل دغه څرګندونې له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې کړې.

ښاغلي خلیلزاد وویل، له طالبانو سره د خبرو په تړاو یې افغان حکومت ته تل معلومات ورکړي:

''هڅه مو دا ده چې طالبان او افغان حکومت سره کښېني. له طالبانو سره تر لیدو وړاندې زه تل کابل ته ځم. له ولسمشر غني سره ووینم. له هغه وروسته له طالبانو سره خبرې کوم او له طالبانو سره تر لیدو وروسته هم کابل ته ورځم. خو دا ځل داسې و نه شول. ما په تیلیفون کې ولسمشر غني ته وویل چې واشنګټن کې غونډه لرم او پر افغانستان د امریکا د ډېرو لوړپوړ چارواکو غونډه وه، باید هلته وای. سفیر مو هم له ولسمشر غني سره ولیدل او زه خپله هم څو ورځې وروسته ورځم او حتماً به پر مسایلو اوږده بحثونه ولرو. ''

د خبرو پنځم پړاو کې دوه مهم موضوعات یادېدل چې یو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره مهالوېش او دویم دا چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا لپاره کوم ګواښ رامنځته نه شي.

ویل کېږي طالبان په شپږو میاشتو مودې کې له افغانستانه د امریکايي پوځونو وتل غواړي. رسنیو ته داسې رپوټونه هم رسېدلي وو، چې ګواکې امریکايانو د ۱۸ میاشتو په موده کې د خپلو پوځیانو پر ایستلو هوکړه کړې.

له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلی خلیلزاد وايي:

''موږ کومې هوکړې ته نه یو رسېدلي، '' خو کله چې د پوځونو ایستلو مهالوېش خبره کېږي، ''موږ د کلونو خبره کوو. ''

Image caption د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بي بي سي له جمال موسوي سره لندن کې ځانګړې مرکه کړې.

موقت حکومت رامنځته کېدل

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د بین الافغاني خبرو او اوربند موضوع هم یادېږي. ښاغلی خلیلزاد په دې اړه چې تر اوسه پر دې دواړو موضوعاتو خبرې نه دي شوې، زیاتوي:

''مهمه دا ده چې افغانان په خپل منځ کې د خپل هېواد راتلونکي په تړاو خبرې وکړي، چې څنګه کولای شي ګډ ژوند وکړي او له غیر پوځي لارو مسایل حل کړي. ''

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د دویم ځل لپاره وځنډېدې. د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون دا وروستیو کې وویل، چې دغه ټاکنې به د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر پر ۲۸ کېږي.

زلمی خلیلزاد پر افغان سوله له چین او روسیې سره خبرې کوي

خلیلزاد: د عمران خان څرګندونې رغنده نه وې

د سولې خبرې: خلیلزاد وايي، 'له لوړو ژورو سره مو پرمختګ وکړ'

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، که څه هم د افغان ټاکنو اداره او مدیریت د افغانستان ټاکنو کمېسیونونو اړوند دي، خو ښه به دا وه چې دغه ټاکنې له طالبانو سره له بحث او د جګړې پای ته رسولو پر سر له هوکړې وروسته تر سره شي.

البته نوموړی په ټینګار سره وايي، له طالبانو سره دې موضوع کې هوکړې ته د رسېدو کوم تضمین نه شته، ښه ده چې عین حال کې د ټاکنو لپاره چمتوالی هم وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي و، ښاغلی سفیر نه پوهېږي څه کوي او یا یې په ذهن کې بل پلان دی

''خپلو شخصي ګټو پسې نه ګرځم''

د موقت یا لنډ مهاله حکومت پر موضوع ښاغلی خلیلزاد وايي، امریکا متحده ایالاتو دې لړ کې کوم ځانګړی وړاندیز یا دریځ نه دی وړاندې کړی. هغه زیاته کړه:

''امریکا غواړي افغانستان کې خپل رول کم کړي او د دې لپاره چې یو بهیر بریالی شي، اړتیا دا ده چې افغانان خپل منځ کې یوه هوکړه وکړي، له همدې کبله مو دغه موضوع د حکومت په ګډون بین الافغاني خبرو ته پرېښوده. ''

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دا وروستیو کې پر ښاغلي خلیلزاد تور پورې کړ چې خبرې داسې لور ته بیايي چې خپله ده ته ګټه ترې ورسېږي.

ښاغلي محب احتمال څرګند کړی چې ښاغلی خلیلزاد غواړي افغانستان کې خپله واک ته د رسېدو لپاره زمینه برابره کړي.

خو دغې موضوع ته د امریکا متحدو ایالتونو سخت او توند غبرګون وښود. ښاغلي خلیلزاد دغه تور رد کړ او وايي، خپلو شخصي ګټو پسې نه ګرځي.

نوموړی وايي:

''زه هیڅ نه غواړم پر دې موضوع خبرې وکړم. غواړم افغانانو ته ډاډ ورکړم، چې زه افغانستان کې د ځان لپاره هېڅ شخصي پروګرام نه لرم. ''

ښاغلی خلیلزاد چې نژدې شپږ میاشتې مخکې د ولسمشر ټرمپ له لوري د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی وګومارل شو، وايي:

''زما یوازینی هدف دا دی چې د امریکا حکومت له لوري مسوول یم، د امریکا په استازولۍ، افغانستان کې د سولې راوستو کې مرسته وکړم. داسې سوله چې له افغان خاورې امریکا ته د ګواښ نه پېښېدو له پلوه امریکا ته ګټه وکړي. ''

د انځور حقوق QATARI OFFICIALS

له ملا برادر سره لیدنه

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو دویم تر ټولو لوړپوړی شخصیت بلل کېږي، نژدې څلور میاشتې مخکې پاکستان کې له اته کلن زندانه وروسته خوشی شو او په قطر کې د خبرو دغه پړاو مخکې د طالبانو دفتر مشر وټاکل شو.

ښاغلی خلیلزاد له ملا برادر سره له لیدو خوښيي ښيي او نوموړی د افغانستان دوست شخصیت بولي.

زلمی خلیلزاد د ملا عبدالغني برادر په اړه وايي:

''فکر کوم یو وطن دوست سړی دی. غواړي د افغانستان ستونزه د روغې جوړې له لارې حل شي. طبعاً له ټولو افکارو سره یې موافق نه یم. پوهېږم افغانستان کې یې د سولې لپاره کوښښونه کړي. بیه یې هم پرې کړې، چې وروستي څو کلونه یې ازاد ژوند نه دی کړی. هیله من یم او غواړم ووینم چې بالاخره هغه څنګه کولای شي داسې رول ولري چې افغانستان کې سوله راشي. ''

ورته مطالب