غزني کې "پنځلسو پولیسو" ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ښار په دریمه امنیتي حوزه کې د وسلوالو طالبانو برید کې د ۱۵ سرتېرو د وژلو خبره کېږي.

ویل کېږي وسلوالو طالبانو د شپې له زنه خان خوړ سره نږدې د دریمې حوزې اړوند پر پوسته برید کړی کله چې د حوزې امر له پولیسو سره سیمې ته ځي کمین کې وژل کېږي.

داسې ګنګوسې هم دي چې د طالبانو نفوذي کس د پوستې نور سرتېري وژلي دي.

د غزني امنیه قومندان غلام داود تره خېل مني چې دې برید کې ۹ سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

"ځینې کسان پوسته او نور چې د هغوی د ملاتړ لپاره تلل کمین کې وژل شوي دي".

دی دا هم وايي، چې د امنیتي حوزې امر څارن مجیب الرحمان محمودي هم دې پېښه کې وژل شوی دی.

خو بي بي سي ته ځینې سرچینو منلې چې دې پېښه کې ۱۵ سرتېري وژل شوي او درې پولیس او درې ولسي وګړي ټپي شوي دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولې پغیام کې ویلي، چې پوسته کې یې شپږ پولیس وژلی او یو یې نیولی دی.

دی دا هم وايي، چې کمین کې یې تر لسو ملاتړي ځواکونه وژلي دي.

د غزني چارواکي وسلوالو طالبانو ته هم د درمې مرګ ژوبلې د اړولو خبره کوي، خو کره شمېر یې نه لري.

ورته مطالب