ورځپاڼو ته کتنه: له افغانستان د پوځیانو ایستل امریکا نه کمزورې کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مهال امریکا افغانستان کې تر څوارلس زرو سرتېري لري او د یو پلان له مخې غواړي اووه زره سرتېري وباسي.

امريکايۍ نيوز ويک مجله وايي امريکا به افغانستان کې ان د خپلو زرگونو سرتېرو له شتون پرته بيا هم يو مهم لوبغاړى وي.

مجله وايي تېر اکټوبر کې د "يو گف" په نامه د مالوماتو او شننې د یوه انترنټي بنسټ څېړنې ښوولې چې که د ولسمشر ټرمپ له لوري له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو لارښوونه وشي نو ٦١ سلنه امريکايان به يې ملاتړ وکړي.

د مجلې په باور د زلمي خليلزاد په مشرۍ د سولې پيل شويو خبرو يوه موخه همدا ده.

مجله وايي ځينې شنونکي اندېښمن دي چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل په دغه هېواد کې د ځواک، اغېز او حيثيت بايللو په مانا کېدى شي او د امريکا د ملي امنيت خوندي کولو ځواک به ونه لري.

خو ليکوال استدلال کوي چې د امريکا ملي ځواک په دې نه دى تړلى چې څومره ځواکونه يې چېرې مېشت دي او يا څو کلونو لپاره به يوه هېواد کې حضور ولري.

د ليکوال په باور حقيقت دا دى چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو دوامدار حضور د طالبانو د ملاتړ لپاره پر پاکستان د فشار راوستو په برخه کې د دوى وړتيا کمه کړې وه ځکه د ځواکونو سمبالښت لپاره يې د پاکستان مواصلاتي لارو ته اړتيا لرله.

د ليکوال په وينا د دغې اړتيا له ختمېدو سره به د امريکا سياسي او اقتصادي ځواک ډېر شي چې د اسلام اباد له لوري د افغانستان د ثبات ويجاړولو مخنيوى وکړي.

ليکوال وايي امريکايي ځواکونه مسلکي او وړ دي خو د امريکا د بهرنۍ تگلارې د پر مخ وړلو لپاره يوه وسيله نه ده.

د انځور حقوق USAMBKABUL
Image caption جان باس افغان خبریالانو ته دا هم ویلي چې له طالبانو سره پر لنډمهالي حکومت خبره نه ده شوې.

پاکستانۍ ډيلي ټايمز ورځپاڼې افغانستان کې د امريکا د سفير يوه ټويټ ته د پاکستان د بشري حقونو د وزيرې شيرين مزاري ځواب ته کتنه کړې.

کابل کې د امريکا سفير جان بس افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو په تړاو د پاکستان د لومړي وزير عمران خان څرگندونو ته غبرگون کې پر ټوېټر ليکلي و:

"د کرېکټ ځينې برخې په ډيپلوماسۍ کې ښې کارېدلى شي خو بيا ځينې نه. دا مهمه ده چې د افغان سولې له بهير او د افغانستان له کورنيو چارو سره د بال ټمپرېنگ يا په توپ اچونه کې له ټگۍ نه ډډه وشي".

د امريکا د سفير له لوري دې نظر پاکستان کې غوسه وپاروله او وزيرې شيرين مزاري ښاغلي بس ته د "ليتل پېگمي" خطاب وکړ. پېگمي په مرکزي افريقا کې يو شمېر وگړي دي چې ټيټې ونې لري.

د ټوېټر کارنو له ډيپلوماتيکې ژبې د سرغړاوي له امله پر اغلې مزاري نيوکې وکړې.

ورځپاڼه وايي په داسې حال کې چې امريکا افغانستان کې د اوولس کلنې جگړې د ختمولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دا ناندرۍ دا په گوته کوي چې په سيمه کې د ترينگلتيا انډول څومره څپڅپاند دى.