وسله وال طالبان به څنګه عادي ژوند ته ستنېږي؟

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکایي پوځي چارواکي اټکل کوي چې د سوله والو طلبانو شمېر ۶۰ زرو ته رسېږي

د افغانستان پر بیا رغاونې د څار امریکایۍ ادارې، سیګار، د "جدي ګواښ" تر سرلیک لاندې په یوه تازه رپوټ کې په افغانستان کې شته و جدي ګواښونو ته کتنه کړې ده. یاد رپوټ د امریکا د کانګرس ۱۱۶مې دورې غړو، د دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې شوی دی.

په دې رپوټ کې، چې پرله پسې درېیم کال خپرېږي، نا امنۍ، د افغان پولیسو بې کفایتۍ، د نشیي توکو کرکیلې، فساد، ټکنۍ اقتصادي ودې، د ښځو حقونو، د مناسب څار نشتون او عادي ژوند ته د وسله والو طالبانو د ور ستنېدو موضوعاتو ته کتنه شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې دا مهال کابو ۶۰ زره وسله والو طالبان د افغان حکومت پر ضد په جګړه بوخت دي، او د سولې په راتلو سره د دې وسله والو عادي ژوند ته ستنېدل به اسانه کار نه وي.

سیګار وایي، دا وسله وال طالبان که عادي ژوند ته ستانه شي نو ښایي په ټولنه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیګار اندېښنه ښیي چې د طالبانو لپاره د کار روزګار فرصتونه ښایي کم وي

رپوټ کې راغلي، په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره اړینه ده چې وسله وال طالبان په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي توګه بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.

سیګار وایي، دا وسله وال کسان ښایي یوې داسې ټولنې ته ور ستانه شي چې جګړې له رواني پلوه ځپلې او خلک به پر دوی باور نه کوي، له سیاسي پلوه بې ثباته ده، اقتصاد یې کمزوری دی، د کار روزګار فرصتونه پکې کم دي او نا امني به پکې دوام لري.

سیګار وایي، په بریالیتوب سره د دې وسله والو د سمبالولو لپاره باید ګڼ پروګرامونه په پام کې ونیول شي، د دوی په اړه ګڼ مالومات ثبت او راجستر شي، چاڼ او ارزونه وشي او افغان حکومت او مرستندویه ادارې باید یو بشپړ پروګرام ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رپوت کې د ښځو د حقونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده

په رپوت کې له وسله والو طالبانو سره د جوړجاړي په درشل کې د ښځو د حقونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې.

رپوټ وایي، طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د ښځو حقونه په بده توګه تر پښو لاندې کړي وو، او اوس داسې وېره شته چې د دوی بېرته را ستنېدو سره به یو ځل بیا پخوانی حالت تکرار شي.

سیګار وایي، امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتابه لپاره ۱ ملیارد ډالر لګولي، خو په دې برخه کې کومه لویه لاسته راوړنه نشته.

په تېرو دوه کلونو کې د "جدي ګواښ" په تړاو د سیګار په رپوټونو کې د وسله والو طالبانو عادي ژوند ته ستنېدو موضوع نه وه یاده شوې.

خو سیګار وایي، د سولې لپاره روانو هلو ځلو ته په کتو سره، او د هر ډول جوړجاړي په حالت کې، د وسله والو طالبانو عادي ژوند ته ستنېدو موضوع حیاتي ده.

ورته مطالب