سېلاب کې څنګه ژوندي پاتې شو؟

د افغانستان او ایران وروستیو سېلابونو لسګونه کسان ووژل او درون مالي تاوان یې ورساوه.

خو داسې لار شته چې د مرګ مخه پر ونیول شي؟ له نیمايي ډېر هغه کسان اسانه ژوندي پاتېدلی شي، چې سېلاب کې مري، خو یوازې دې سپارښتنې ته غوږ نیولو سره: وګرځه چې ډوب نه شې.

خو دا سپارښتنه د امریکا د هوا پوهنې ادارې ده چې وايي د سېلاب تر نیمايي قربانیان په دې دلیل مري چې سېلاب ته ور ګډېږي.

دوی فکر کاوه چې سېلاب سره به مقابله وکړي، ترې وبه وځي. دا قربانیان په پښو یا موټر سره ور ګډ شوي او ډوب شوي.

د امریکا د هوا پوهنې اداره ۱۴۹ کاله مخکې بنسټ شوې او د سېلاب ځپلو د خوندیتوب لپاره له سېلاب مخکې، د سېلاب پرمهال او تر سېلاب وروسته ډېرې سپارښتنې لري.

له سېلاب مخکې نه موخه هغه وخت دی چې رسنۍ د حکومت یا هوا پوهنې ادارې له خولې د سېلاب راتلو خبرداری ور کوي.

تاسو هم که وینئ چې بې مخینې او سخت باران دی، نو ځان تیار کړئ، له ځان پوښتنه وکړئ چې کور، کارځی، د خپلو بچیانو ښوونځی خو له خطر سره مخ نه دی؟ که ځواب هو وي، نو ژر لاس په کار شئ.

تیاری

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان کمانډو سیلاب کې ایسار کسان ژغوري.

له سېلاب مخکې تیاری دوه برخې لري. اول اړین توکي برابرول، پاکې اوبه ډېرې مهمې دي.

ښايي د سیلاب او باران نوم مو اوبه څښل هېر کړي، خو سېلاب له ځان سره چټلۍ وړي او ان ممکن د انسانانو او ژویو جسدونه وګورئ، ځکه اوبه لرل ضروري دي.

د خوړو لپاره وچ خواړه در سره تیار کړئ. په یاد لرئ چې سېلاب تر ډېره برېښنا پرې کوي او بیا یخچال او د پخلي وسایل نه وي.

اړین درمل هم پام کې ونیسئ، ټلېفون، پته او نقشه هم ډېره ضروري دي.

ممکن ملفون یا موبایل تلېفون شبکه پرې شي، یا د برېښنا نشتوالي له امله ستاسو ملفون چارچ ونه لري، ځکه پکار ده چې دا ډول وسایل پوره چارج کړئ.

فکر وکړئ:

که غواړئ له سېلاب لرې شئ، نو چرته ځئ؟ داسې لار په پام کې ونیسئ چې د سیلاب ورتلو یا د بندېدو امکان یې لږ وي.

سرو سپینو زرو، سندونو او نورو ارزښتناکو توکو ته مو فکر دی؟ که مهم توکي له ځان سره وړلی نه شئ، امن ځای ورته پیدا کړئ، چې خوندي او وچ پاتېدلی شي. لکه پلاستیکي کڅوړه کې اسناد اچول، چې وچ پاتې شي، دا ډول د کور پورتني پوړ ته د ارزښتناکو توکو لېږدول.

باید چټک او راتلونکي ته فکر وکړئ، که خطر وینئ، ځنډ مه کوئ، وسایل ټول کړئ. کله چې سیلاب راشي او شرایط سخت شي، بیا فکر او پرېکړه کول سخت شي.

که د سېلاب منځ یا ور سره نږدې سیمه کې یاست، نو سملاسي لاس په کار شئ. کور کې یاست؟ سملاسي برېښنا، ګاز او اوبه بندې کړئ او لوړې ته وخېږئ. له لوړې مطلب غونډۍ یا داسې ځمکه ده چې له شاوخوا سیمې ډېره لوړه وي.

خو دې ته مو پام وي چې له لوړې منظور، د کور بام، پل یا د برېښنا مټه نه ده.

خطر! سیلاب ته مه ور ګډئږئ

له سيلاب لرې شئ. پلی یا موټر سره سېلاب ته مه ورځئ. تاسو هیڅکله هم نشی پوهېدلی چې دا اوبه څومره لوړې یا ژورې دي.

ښايي اوبه درته کمې یا لږ ژورې ښکاره شي، خو ممکن سېلاب ځمکه ژوره کړې او کندې جوړې کړې وي.

سېلاب ته په کمه سترګه مه ګورئ

۱۵ سانتي متر ژوروالي سره سېلاب: یو لوی انسان له ځای سره وړلی شي.

۳۰ سانتي متر ژوروالي سره سېلاب: د سپرلۍ ګاډی وړلی شي.

۴۰ یا ۶۰ سانتي متر ژوروالي سره سېلاب: نیمه درون ګاډی وړلی شي.

که موټروانۍ کې سیلاب ته ورسېږئ، ځان ترې لرې کړئ او ان له موټر سره اوبو ته مه ور ګډېږئ.

له سېلاب وروسته

د انځور حقوق Getty Images

که سیلاب تمام شي، بیا هم خطر شته او اوبو ته مه ور ګډئږئ.

ښايي د برېښنا تارونه له ماتو شویو مټو غورځېدلي او اوبو ته لوېدلي وي او دا هم د مرګ خطر لري.

سیلاب هرڅه په مخه کوي او له ځان سره یې وړي، هغه که خطرناک کیميايي مواد، فاضلاب او نور ککړ شیان وي.

سیلاب ممکن له ځان سره موږکان، ماران او نور خطرناک خځنده له خپلو استوګنځیو ستاسو سیمو ته راوړي.

ممکن همدا موږکان تاسو په تېره ماشومان په خطرناکو ناروغیو اخته کړي.

د خوړو او اوبو خیال ساتئ. د برېښنا پرې کېدو له امله ممکن د پلورنځیو خواړه خراب شوي وي.

که کومو خوړو ته سېلاب رسېدلی وي، ویې غورځوئ، ځکه ښايي ککړ وي، د تشناب اوبو یا انسان او حیوان جسد سره لګېدلي وي.

چې ځايي چارواکي او مرستندوی اجازه در نه کړي، سيلاب ځپلو سیمو ته مه ځئ.

ښايي د کورونو یا سړکونو خاورې خوړینې شوې وي او له سېلاب وروسته هم وغورځي.