ورځپاڼې: انجلينا جولي د افغان سولې په بهير کې ښځو ته د ونډې د ور کړې لپاره هلې ځلې کوي

جولي د انځور حقوق Getty Images

نيويارک ټايمز مجلې د رويټرز خبري اژانس د يوه رپوټ پر بنسټ ليکلي چې امريکايۍ فلمي ستورې انجلينا جولي د افغان سولې په بهير کې ښځو ته د ونډې د ور کړې لپاره هلې ځلې کوي.

د ورځپاڼې په وينا اغلې جولي تېره ورځ ملگرو ملتونو کې وزيرانو او ډيپلوماټانو ته په خپله وينا کې وويل " په دې وروستيو کې زرگونه افغان ښځې خپل ژوند په خطر کې اچولو سره را ووتلې او غوښتنه يې وکړه چې طالبانو سره د سولې په خبرو کې دې د دوى او د دوى د ماشومانو حقونه تضمين شي".

ورځپاڼه وايي دغې امريکايۍ فلمي ستورې ملگرو ملتونو کې اندېښنه څرگنده کړه چې په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې چوپتيا اندېښمنونکې ده.

نوموړې زياته کړې چې افغانستان او د نړۍ په هره بله برخه کې د ښځو پر حقونو د سودا کولو په پايله کې ثبات نشي راتللى.

د انځور حقوق AFP

هندوستان ټايمز وايي امريکا او هند له پاکستان د ترهگرۍ پر وړاندې د کوټلو يا نه بدلېدونکو اقدامونو غوښتنه کوي.

ورځپاڼه وايي د هند او امريکا د ترهگرۍ ضد د گډې کارډلې په غونډه کې پردې ټينگار وشو چې اړتيا ده پاکستان سملاسي په خپله خاوره کې د ترهگرو ډلو پر وړاندې ماناوال، نه بدلېدونکى او د ارزونې وړ اقدام وکړي.

ورځپاڼه وايي دواړوغاړو د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو لومړيتوبونو او پر ترهگرو ډلو او وگړو د بنديز لگولو د بهير په تړاو هم مالومات شريک کړل.

گارډين ورځپاڼه وايي د کتلين کولمن په نامه هغه امريکايۍ ميرمن چې ميړه سره يو ځاى پنځو کلونو لپاره د طالبانو په بند کې وه، محکمې ته ويلي چې د بند په دوران او له بند وروسته ور سره د مېړه چلند د يرغملګرو هومره بد و.

کتلين کولمن او مېړه يې جوشوا بويل چې په افغانستان کې د حقاني ډلې نيولي و او په بند کې درې ماشومان هم زېږېدلي اوس له يوه بل جلا شوي او په محکمه کې يې قضيه روانه ده.

دې پر خپل مېړه د ناوړه چلند دعوه کړې.

ورځپاڼه وايي اغلې کولمن ويلي چې ميړه يې د بند پر مهال وهلې ډبولې او د زندۍ کولو هڅه يې کړې او وروستي دوه کلونه ور سره خورا ډېر بد و.

دې زياته کړې په قبايلي سيمو کې د طالبانو له ولکې له خلاصېدو او کاناډا ته له ستنېدو وروسته يې مېړه ور سره په منظم ډول ناوړه چلند کړى او له جنسي پلوه يې ځورولې او يو ځل يې ان په پړو تړلې وه او دې هغه مهال ځان خلاص کړ چې مېړه يې خوبولى و.