غزني کې پر ښوونځي لګیدلي هاوان څلور زدکوونکي وژلي

غزنی د انځور حقوق Getty Images
Image caption غزني د افغانستان په سویل کې یو له هغو نا امنه ولایتونو دی چې د یو شمېر ولسوالیو واک یې له طالبانو سره دی یا دا ډله پکې پراخ نفوذ لري.

د غزني د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې ولایت د اندړ ولسوالۍ په ملانوح بابا ښوونځي کې هاوان لګیدلی چې څلور ماشومان یې وژلي دي.

په دغه پېشه کې چې نن (وری ۱۰/مارچ ۳۰) شوې دوه ښوونکي او ۱۷ زدکوونکي ټپيان شوي دي.

دغه توغندی هغه مهال پر ښوونځي لویدلی چې په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونه او وسله وال مخالفین په جګړه بوخت وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا توغندی کوم لوري توغولی دی.

د غزني د والي دفتر ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.

غزني د افغانستان په سویل کې یو له هغو نا امنه ولایتونو دی چې د یو شمېر ولسوالیو واک یې له طالبانو سره دی یا دا ډله پکې پراخ نفوذ لري.

طالبانو د بدخشان ارغنج خواه ولسوالي ونیوله

بدخشان کې چارواکي وايي چې د دې ولایت ارغنج خواه ولسوالي طالبانو ولکه کړې ده.

د دې ولایت د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني د بي بي سي ځايي خبریال قربان علي همزي ته منلې چې طالبانو دغه ولسوالي نیولې او د ولسوالۍ د ودانۍ شاوخوا جګړه روانه ده.

ده ویلي چې د ولسوالۍ په مرکز کې امنیه قومندانۍ هم طالبانو نیولې او اداري کسان له مرکزه بلې سیمې ته تللي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بدخشان چارواکي وايي د ارغنج خواه د ولسوالۍ په مرکز کې امنیه قومندانۍ هم طالبانو نیولې او اداري کسان له مرکزه بلې سیمې ته تللي دي.

یوې امنیتي سرچینې له نوم پرته بي بي سي ته ویلي چې په دې جګړه کې- چې تېره شپه پیل شوې- تر اوسه اته افغان امنیتي سرتیري وژل شوي، پنځه ټپیان او درې یې طالبانو ژوندي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو له ویرې دغو ځواکونو په موقت ډول سیمه پریښې ده.

نوموړی وايي، ددې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره کار روان دی.

طالبانو ادعا کړې چې په دې جګړه کې یې د 'دوه قومندانانو په ګډون ۱۳ سرتیري وژلي او ګڼ نور ژوبل دي'.

ارغنج خواه د بدخشان د مرکز فیض اباد ختیځ لور ته پرته ولسوالۍ ده.

ورته مطالب