جنرال عبدالرشید دوستم له وسله وال بریده روغ وتلی

دوستم د انځور حقوق KANESHKA FACEBOOK
Image caption جنرال دوستم نژدې دوه نیم کاله وروسته د افغانستان شمال ته تللی

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نژدې دوه نیم کاله وروسته د هېواد شمال ته ستون شوی او د رپوټونو له مخې د نوموړي پر لېږدونکي کاروان د شبرغان - مزار لارې اوږدو کې د تیمورک سیمه کې وسله وال برید شوی دی.

د ښاغلي دوستم له نژدې کسانو یوه، عنایت الله فرهمند بي بي سي ته وویل، دغه برید کې جنرال دوستم ته زیان نه دی اوښتی، خو په وینا یې یو ساتونکی یې وژل شوی او ځینې نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی فرهمند وايي، د عبدالرشید دوستم ساتونکو او بریدګرو تر منځ چې د لارې اوږدو کې یې کمین نیولی و، نژدې یو ساعت نښته شوې.

د پېښې قربانیانو کره شمېر دم ګړۍ معلوم نه دی او ښاغلی دوستم د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته رسېدلی دی. تیمورک سیمه کې له دې مخکې هم د ناامنیو پېښې شوې دي.

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption ښاغلي دوستم مزار شریف کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه

له دې مخکې په هغو تصویرونو کې چې پر خواله رسنیو خپاره شوي، ګن کسان لیدل کېږي، چې د ښاغلي دوستم هرکلي لپاره د بلخ مرکز مزار شریف کې یو ځای شوي دي.

د ښاغلي دوستم هرکلي لپاره د بلخ مرستیال والي شجاع الدین شجاع هم ورغلي و او په وینا یې والي اسحق رهګذر له سیلاب ځپلو سره د مرستو چارو کې د بوختیا له کبله و نه توانید د لومړي مرستیال هرکلي ته ورشي.

ښاغلي دوستم خپلو پلویانو ته وینا کې وویل، ورته ویل شوي و، چې لار کې یې کمین نیول شوی، خو هغه داسې څه و نه ویل چې د چا لخوا کمین ورته نیول شوی و.

جنرال دوستم د ولسمشرغني راتلونکي ټاکنیز ټیم کې نشته

"جنرال دوستم ژر افغانستان ته ستنېږي"

ښاغلي دوستم په مزارشريف کې خپلو پلويانو ته وينا کې وویل ترکيې او ازبکستان ته يې د خپل سفر پر مهال هڅه کړې چې افغان حکومت د سولې په خبرو بر لاسي واوسي نه داسې چې له دغو ګوښه پاتې شي.

هغه وايي، که د سولې خبري ناکامې شي، حکومت ته یې يو طرحه وړاندې کړې چې پلي کېدو سره به يې و کولاي شي په شپږ مياشتو کې ۱۵ ولايتونه د طالبانو له شتونه پاک کړي.

ښاغلي دوستم خپلو پلويانو ته وویل، ستونزې به ولسمشر او اجرئيه مشر ته وړاندې کړي او که ورسره و نه منل شي شمال ته به ستنېږي او د خپلو خلکو تر څنګ به دريږي.

نوموړي د هېواد امنیتي وضعیت خواشینونکی وباله او په وینا یې د دوبي له راتګ سره به جګړه نوره سخته شي:

''د امنيتي ستونزو د سيلاب او د نورو ټولو ستونزو په اړه به خبرې وکړو، موږ به ټولې خبرې راټولې کړو د ولسمشر او د اجرائيه ريس مخ ته به يې کېږدو که يې مني يا يې نه مني. دغه مو چپنه ده دغه مو وطن دی که وضيعيت خرابېږي نو همدغه مو چپن او همدغه مو کفن. ''

ښاغلي دوستم وویل، که ولسمشر، اجرايي رییس او امنیت شورا ورسره ومني، ده ته دې شپږ میاشتې وخت ورکړل شي او په خبره یې په شمال لویدیځ کې له بادغیسه بیا په شمال ختیځ کې تر بدخشانه پورې به امنیت خوندي کړي.

Image caption جنرال دوستم له خپل سیاسي سیال احمد ایشچي سره د ناوړه چلند له تورونو وروسته لومړی ځل د افغانستان شمال ته ځي

نوموړي ادعا وکړه که داسې و نه شي، ''مخ توروم او له افغانستانه وځم. ''

دا لومړی ځل دی چې عبدالرشید دوستم له خپل سیاسي مخالف احمد ایشچي سره د جنسي ناوړه چلند له تورونو وروسته د افغانستان شمال ته ځي. ښاغلی دوستم د جوزجان د پخواني والي او ځايي سياستوال احمد ايشچي پر جنسي ځورونې تورن شو، وروسته وویل شول چې د درملنې لپاره ترکیې ته لاړ او بیا شاوخوا څوارلس میاشتې هلته پاتې کېدو وروسته د تېر کال دوبي کې هېواد ته ستون شو.