د افغانستان شمال ختیخ کې ترينګلی امنيتي حال
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان شمال ختیځ کې ترينګلی امنيتي حال

د افغانستان شمال ختيځ کې کندوز ته له دریو کلونو راهیسې ملکي الوتنې بندې دي. دولتي کارکوونکي، سوداګر، د امنیتي ځواکونو سرتېري، خبریالان او خلک اړ دي چې د کندوز- بغلان پر لار بلخ او یا هم کابل ته تګ راتګ وکړي. د بي بي سي خبریال زلمی اشنا چې دغه ولایت ته ورغلی وايي په وروستیو کلونو کې دغه لار د مرګونو نښتو، جینايي جرمونو او تښتونو ليدونکې وه او د الوتنو بندېدلو د خلکو ستونزې لاپسې زیاتې کړې دي.

اړونده مطالب