د اسراييلو پولې سره پراخو مظاهرو کې څلور فلسطینیان وژل شوي

فلسطین دویم د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې لاریون کې لږ ترلږه ۲۰۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

غزه کې روغتياپالان وايي له اسراييلو سره پوله کې د اونيزې مظاهرې د لومړي تلين په احتجاج کې څلور فلسطينيان وژل شوي دي.

د 'اورپکې ډلې' حماس لخوا جوړو شويو دغو مظاهرو کې لسگونه زره خلکو گډون کړى وو.

د مظاهرې پرمهال د پولې اسراييلي اړخ کې پر عسکرو ډبرې او پطرولي بمونه وغورځول شول.

اسراييلي عسکرو پر لاریون کوونکو ډزې وکړي او اوښلن غاز يې وکارول چې د پولې پر لور د مظاهره کوونکو د راتگ مخه ونيسي.

جولان غرونه اسراییل ته ولې مهم دي؟

فلسطین فوټبال لوبډله کابل کې

فلسطین له پاکستان خپل سفیر ور وباله

په دې لاریون کې لږ ترلږه ۲۰۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د پولې یوه اړخ ته لسګونه زره فلسطیني لاریون کوونکي او بل اړخ ته یې زرګونه اسراییلي عسکر مېشت شوي.

اسرایلي چارواکو ویلي چې هلته ۴۰ زره عسکر ځای پرځای شوي وو.

دا د اسراییلو پر پوله د پخوانیو احتجاجونو پرتله کم تلفات بلل کیږي، ځکه تر دې وړاندې کله چې امریکا په اسراییلو کې خپل سفارت بیت المقدس ته ولېږداوه، په غبرګون کې یې فلسطینیانو مظاهرې وکړې چې ددې هېواد څه باندې ۶۰ کسان پکې ووژل شول.

دا ځل مصري مرکچیانو له تېرو څو ورځو راهیسې هڅې پیل کړي چې د حماس او اسرایلو ترمنځ اړیکه ټینګه کړي چې د فلسطیني وګړو د زیاتې مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مظاهرې تېره ورځ پیل شوي چې زرګونه کسانو پکې ګډون کړی

تېره ورځ (وری ۱۰/مارچ ۳۰) په دې مذاکراتو کې د ښکېلې ډلې ځیني غړي پولې ته نژدې ورغلي وو چې هرڅه له نژدې وڅاري.

ویل کیږي دا ځل لاریون کوونکو پوله کې اغزن سیم ته نه نژدې کېدل او د پخوا په شان یې هڅه نه کوله چې اسراییلو ته دننه شي.

د غزې په ختیځ کې یوه ډله ځوانانو هڅه کوله چې پر پوله اغزن سیم پرې کړي چې د اسراییلي عسکرو لخوا د اوښلن غازو کارولو او پلاستیکي ډزو په مټ په شا کړای شول.

د تېرې جمعې په ورځ د حماس چارواکو اعلان وکړ چې له اسراییلو سره یې داسې هوکړې ته رسیدلي چې په پایله کې به یې وکوای شي د غزې اقتصادي محاصره کمه کړي.

په دې لاریون کې د حماس ډلې یو مشر اسماعیل هنیه هم ګډون کړی و.

د مارچ ۳۰ د چې فلسطینیان یې 'یوم الارض' یا د ځمکې ورځ بولي، ورسره هم مهاله د 'بیا راستنېدو پراخه مظاهرې' چې د ۱۹۶۷ کال د پېښو تلین دی سږ لسګونه زره فلسطینیانو پراخه مظاهره کړې.

دا د تېر کال د مارچ ۳۰ 'د بیا راستنېدو لوی لاریون' لومړی تلین دی. په یاد لاریون کې څه باندې ۲۰۰ فلسطینیان او یو اسراییلي عسکر وژل شوي وو.

د دواړو اړخونو ترمنځ د ناندریو تازه پړاو پنځه ورځې وړاندې هغه مهال پیل شو چې د غزې فلسطینیانو پر اسراییلو راکټونه وورول چې د تل ابیب یوه کلي کې یې اوه اسراییلیان ژوبل کړل.

دا پېښه لامل شوه چې بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته خپل سفر لغوه کړي او بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

ورته مطالب