نژدې ۵۲ سلنه افغانان په هر اړخیز فقر کې ژوند کوي

فقر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو راپورونه افغانستان کې د فقر کچه ۵۴ اعشاریه پنځه ښیې.

افغانستان د مرکزي احصایي راپور ښیې چې په دې هېواد کې نژدې ۵۲ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي. د دغه ادارې مشر احمد جاوید رسولي نن یکشنبه (وری ۱۱/مارچ ۳۱) په یو خبري کنفرانس کې وویل، په دې اړه د رپوټ چمتوکولو لپاره د زدکړو وضعیت، روغتیا، د ژوند کولو ستنډرډ، کاروبار او امنیتي تاثیراتو په برخه کې د افغانانو ژوند ارزول شوی دی.

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور هم په دې مراسمو کې وویل د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو راپورونه د فقر کچه ۵۴ اعشاریه پنځه ښیې.

که یو کس په میاشتني ډول له دوه زرو او شپیته افغانیو چې دیرش ډالره کیږي کم عاید ولرِ فقیر پېژندل کیږي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر وایي په ښارونو کې د فقر کچه ۱۸ سلنه، په په کلیو کې ۶۱ او د کوچیانو په برخه کې بیا دغه فیصدي ۸۹ ښودل شوی چې له فقر سره مخ دي.

Image caption د افغانستان د ملي احصایې مرکزي ادارې په ۱۳۹۷ کې ددې هېواد نفوس ۳۱،۶ میلیونه ښودلي دي

هغه وايي، په پلازمینه کابل کې د هر اړخیز فقر کچه بیا ۱۴ اعشاریه اوه ښودل شوې، حال دا چې دغه فیصدي په بادغیس کې ۸۵ او نورستان کې ۸۰ سلنه ښودل شوې.

د اقتصاد وزیر وايي د فقر دغه کچه په ټولو کورنیو پورې مستقیم تړاو لري، ۳۳ سلنه خلکو ویلي، په داسې کورنیو کې ژوند کوي چې څلور زامن لري، خو ۶۱ سلنه نورو یې بیا ویلي، داسې کورنیو کې ژوند کوي چې له لسو ډېر غړي لري.

له دې وړاندې په افغانستان کې په منځني ډول د کورنیو غړي اوه اعلان شوي و.

د انځور حقوق MOEC
Image caption د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وايي د افغانستان څه باندې شپږ میلیونه وګړي غیر فعال دي

ښاغلي مستور په خپلو خبرو کې وویل، دغه راپور ښیې چې ۶۰ سلنه بېوځله کورنیو روزي ګټونکي بېسوادان دي او ۴۸ سلنه نورو بیا ویلي چې د کورنۍ باسواده غړي یې تر لسو کلونو کم عمره دي.

ښاغلي مستور وویل، د دغو ارقامو له مخې د افغانستان ۶ اعشاریه دوه میلیونه جمعیت چې د کورنۍ ښځینه دي، د اقتصاد په برخه کې غیري فعالی حساب شوی دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف هم په سلو کې ۶۰ سلنه د فقر تر کرښې لاندې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې ادارې ویلي چې د هرو لسو افغان ماشومانو ۶ یې په هر اړخیز ډول په بېوځلۍ کې ژوند کوي.

ورته مطالب