افغانستان د پاکستاني بانک جواز لغوه کړ

کابل
Image caption د افغانستان بانک چارواکي وايي، دې بانک ونه کوای شو ددوی تمې پوره کړي.

د افغانستان بانک په کابل کې د حبیب بانک په نوم د یوه پاکستاني بانک د کار جواز لغوه کړى.

د افغانستان بانک د ویاند ایمل هاشور په وینا حبیب بانک د افغانستان قوانینو د نه مراعت او د افغانستان په اقتصادي وده کې د ونډې نه لرلو له کبله بند کړای شوی دی.

دی وايي حبیب بانک له تېرو دوه کلو راهیسې افغانانو ته هیڅ پور ندی ورکړی او ددې هېواد به اقتصادي وده کې ددې بانک ونډه صفر وه.

"نوموړی وايي، په تېرو دوو کلونو کې دغې بانک زر افغانۍ پور هم افغانستان کې هېڅ متشبث نه دي ورکړي".

نوموړی وايي، هغه افغانان چې په حبیب بانک کې حسابونه لري کوای شي تر راتلونکو دریو میاشتو پورې خپلې پیسې ترې وباسي.

د ایران او پاکستان ګډ بازار؛ پاکستاني توکي پکې نه پلورل کېږي

د بانک مخې ته کتار کې د زېږېدلي ماشوم پر سر جنجال

نړیوال بانک: د افغان حکومت اقتصادي پالیسۍ مناسبې دي

"قانون او مقررې حکم کوي چې د بانکونو پانګې باید په افغانیو وي. نورو ټولو بانکونو د دغه سپارښتنې عملي کړې وې خو یوازې حبیب بانک دا نه ده تطبیق کړې."

د افغانستان بانک ویاند وايي، کله چې حبیب بانک یا د نورو بهرنیو بانکونو څانګو ته په دې هېواد کې د فعالیت جواز ورکول کېده، له دوی تمه دا وه چې افغانستان ددغه بانکونو له تجربو ګټه واخلي او د بانکي خدمتونو په برخه کې یو نوی کلتور جوړ شي.

خو دی زیاتوي چې حبیب بانک ونه کوای شو ددوی تمې پوره کړي.

نو دې ته په کتو د هغه په وینا نور افغانستان کې ددغه بانک فعالیت ته اړتیا نشته او دده په خبره باید وتړل شي.

خود حبيب بانک چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

حبیب بانک پاکستان کې یو له مهمو بانکونو دی چې په ۱۹۴۷ کې جوړ شوی دی.

په افغانستان کې یې په کال ۲۰۰۴ کې فعالیت پیل کړی.

ددې بانک په رسمي ویب پاڼه کې ویل شوي چې تراوسه په پاکستان او ځینې نورو هېوادونو کې ۱۸۰۰ شعبې لري.

دې بانک زیاته کړې چې شاوخوا ۱۱ میلیونه مشتریان لري.

ورته مطالب