ننګرهار کې کوچنی کرېکټر له تښتوونکو خوشی شو

د انځور حقوق نننگرهار رسنیز مرکز
Image caption چارواکي وايي، احمد قریشي کورنۍ ته سپارل شوی دی.

په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي، تېر ماښام یې د بهسودو ولسوالۍ په دامان کې کوچنی کرېکټ لوبغاړی( احمد قريشي) له تښتونکو خوشی کړ.

ننګرهار کي چارواکي وايي، دا هلک دوشنبه له ماښام وروسته د کورنيو چارو وزارت د ۳۰۳ ځانګړې قطعې په عملیاتو کې د بهسودو ولسوالۍ په دامان سيمه کې له تښتونکو روغ رمټ ژغورل شوی دی.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل، عملیاتو کې احمد قريشي ژغورل شوی او د شپې ناوخته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

"عملیات له ماښام وروسته اووه نيمې بجې د کورنيو چارو وزارت ۳۰۳ ځانګړې قطعې د بهسودو دامان سيمه کې کړي او د کرېکټ کوچنی لوبغاړی احمد قريشي يې ژغورلی دی".

ښاغلي خوږياڼي زياته کړه چې د ده د تښتونې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو په خبره يې پېښه کې ښکېل کسانو نيولو پسې د امنيتي ځواکونو هڅې روانې دي.

د کرېکټ دې لوبغاړي بي بي سي سره خبرو کې وويل، دی هېڅ ډول ربړول شوی نه دی او دی د يو کور په يوه کوټه کې ساتل کېده.

نوموړی د مارچ په ۲۴مه د جلال اباد ښار کې د کرېکټ له تمرين وروسته کور ته په لار نادرکه شو.

وروسته بيا په ټولنيزو رسنيو کې هغه ويډيو هم لاس په لاس شوه چې پکې احمد قريشي له خپلې کورنۍ غوښتي و، تښتونکو ته پيسې ورکړي.

هغه مهال يې کورنۍ ويل ، تښتونکو یې په بدل کې ترې درې سوه زره امريکايي ډالر غوښتي دي.

د ټولنېزو رسنیو کارونو د کرېکټ د دغه لوبغاړي د موندولو لپاره له حکومت د جدي هڅو غږونه پورته کړي و.

د کرېکټ دغه کوچني لوبغاړی د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په څېر توپ اچوي او په دې سره یې د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.