غني: سوله کوو، خو چا ته د تسلیمېدو خط نه ورکوو

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني ویلي، د اساسي قانون پر سر به معامله ونکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، حکومت یې چمتو دی چې له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي، خو د سولې لپاره به دوی خپل شرایط لري، او څوکه دې ورنه دا تمه نه کوي چې حکومت به طالبانو ته د تسلیمېدو خط ورکړي.

نوموړي دا څرګندونې د سه شنبې ماښام کابل کې له خبریالانو او د مدني ټولنو له استازو سره په یوه کتنه کې وکړې.

ولسمشر غني وویل، د سولې د خبرو لپاره کوم شرط نشته، خو د سولې لپاره به افغان حکومت او ولس خپل شرایط ولري. ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د افغانستان د اساسي قانون پر سر معامله نه کوي، ځکه که اساسي قانون نه وي نو بیا هېڅ هم نه پاتې کېږي.

بله خوا ولسشمر غني نن 'چهار شنبه اپریل ۳ 'د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یو شمېر افغان سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.

د انځور حقوق ARG

په دغه لیدنه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف محمد محقق، کریم خلیلي په ګډون یو شمېر افغان سیاستوالو او د افغانستان لپاره د امریکا سفیر او دغه راز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان هم ګډون کړی و.

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه غونډه کې د سولې روانو هڅو په تړاو بحثونه شوي دي. د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، افغان سیاسي مشرانو په غونډه کې د سولې بهیر په تړاو خپل نظرونه، لید لوري او اندېښنې شریکې کړې.

خبرپاڼه کې راغلي:

''د ولسمشر او ډاکټر خلیلزاد په دغه غونډه کې یو شمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو هم ګډون کړی و. هر یوه شخصیت د سولې بهیر په هکله خپل نظر او وړاندیز درلود او دغه راز د سولې پروسې راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وشوې. دغسې ناستې به نورې هم وشي او جزیات به یې له ولس سره شریک شي. ''

د انځور حقوق ARG
Image caption دې کتنه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون درلود

ښاغلي خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې ناسته کې د یو ټولشموله افغان مذاکراتي ټیم پر جوړولو او د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې وشوې.

کابل ته د ښاغلي خلیلزاد دا شپږم سفر دی، او نوموړی په تېرو دریو ورځو کې دویم ځل له ولسمشر غني سره غونډه کوي. پرون سه شنبه ښاغلي خلیلزاد بي بي سي ته وویل، هڅه کوي د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو مخکې له طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي او اوربند او سوله وشي.

تېره ورځ ښاغلي خلیلزاد کندهار ته د یوه سفر پر مهال بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د سولې په خبرو کې باید د ښځو او ځوانانو په ګډون د افغان ټولنې د هرې برخې استازي ګډون ولري.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د سولې د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي چې طالبانو او د امریکا حکومت پورې اړه لري، خو له دې هاخوا پر نورو مسایلو هر ډول بحث کې باید افغان حکومت موجود وي.

نوموړي وویل، تر ټولو مهمه دا ده چې د سولې لپاره پر یوه پلان کار وشي. د دې پلان له مخې باید لومړۍ د ښکېلې غاړې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند اعلان شي.

د انځور حقوق ARG

له دې مخکې د مارچ پر دېرشمه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې په تړاو سلا مشورې کړې وې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري په وینا د هغو کتنو موخه دا وه چې د سولې بهیر کې روانې بېلابېلې هڅې همغږې او یوځای شي.

په هغه غونډه کې هم پخواني ولسمشر حامدي کرزي، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، اجرایه مشر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي او جهادي رهبر عبد رب الرسول سیاف ګډون کړی وو.