له طالبانو سره خبرې به سوله راولي که ګډوډي؟

Taliban militants in Afghanistan. File photo د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption طالبان په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر بل هر وخت پر ډېره خاوره کنټرول لري.

د امریکا حکومت په تېرو ۱۸ کلونو کې په لومړی ځل جدي ښکاري چې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي او د خپل تاریخ تر ټولو اوږد جنګ پای ته ورسوي. امریکايي چارواکو او د طالبانو استازو له اکتوبر میاشتې راهیسې پنځه واره مخامخ خبرې کړي دي او ډېر ژر به د شپږم پړاو خبرو لپاره سره کښېني.

د امریکا او طالبانو دوه اړخیزو خبرو هدف دا دی چې امریکا په خوندي توګه له افغانستان څخه ووځي او په بدل کې طالبان د دې ضمانت ورکړي چې د افغانستان خاوره د بهرنیو اورپکو لخوا استعمال نه شي او نورې نړۍ ته خطر پېښ نه کړي.

د امریکا په مشرۍ پوځي ایتلاف په ۲۰۰۱ کال کي طالبان، القاعده ډلې ته د پناه ورکولو له کبله له واکه ليري کړل چې واشنګټن پر امریکا د یوولسم سپټمبر د بریدونو پړه پر واچوله.

په افغانستان کې د جګړې د سوله ییز حل په اړه په هېواد کې دننه او بهر یوه نادره اجماع دا معنا لري چې سوله هېڅکله دومره نژدې نه وه.

خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرې د یوې داسې پېچلې پروسې یوازې پیل دی چي نتيجه یې یقیني نه ده؛ او داسي ډېر خنډونه شته چې هوارېدل غواړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل: د نژدې پنځه میلیونو کسانو لپاره ۲۲ امبولانسونه

ایا د اوربند اړتیا شته؟

په هېواد کې لا هم سخت جنګ روان دی او طالبان په داسې وخت کې خبرې کوي چي اوس له ۲۰۰۱ کال راهیسې، تر بل هر وخت پر ډېره خاوره کنټرول او نفوذ لري.

له اورپکو سره د جګړې په ډګر کي په ټپه ولاړ خونړي حالت ته په کتو، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لېوالتیا لري چې د افغانستان جنګ ختم کړي چې د امریکايي چارواکو په وینا، په کال کې شاوخوا ۴۵ میلیارده (بیلیونه) ډالر لګښت لري.

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

ايا روسيه افغان طالبانو ته وسلې ورکوي؟

د افغان طالبانو "ځانګړي ځواکونه" ولې د اسلامي دولت د اورپکو پر ضد جنګېږي؟

افغان طالبان پیسې له کومه کوي؟

له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ اوسنیو اشارو، د طالبانو په ګډون، هر څوک حیران کړل.

د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مرستې لپاره په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د برتانیا هم شاوخوا زر پوځیان مېشت دي.

خو که امریکا او طالبان خپلې غټې لانجې حل هم کړي؛ خپله افغانانو ته به د یو شمېر مهمو کورنیو لانجو هوارېدنه په کار وي.

په دې کې د نورو ستونزو تر څنګ؛ اوربند، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ خبرې، او تر ټولو مهم، د نوي حکومت او سیاسي نظام جوړول راځي.

دا به یو غوره حالت وي چې د دې کال په وروستیو کې کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو وړاندې یو اوربند وشي او طالبان په ټاکنو کي برخه واخلي، خو د دې دوهمې خبرې امکان نه ښکاريږي.

که یو بشپړ یا ان محدود اوربند و نه شي، نو داسې بېرې شته چې د انتخاباتو بې نظمۍ او د نتیجو پر سر یې ممکنه سیاسي شخه شولانګه او ګډوډي د سولې پروسه زیانمنولای شي، او کېدای شي سیاسي بې ثباتي ډېره کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو پر ایستلو فکر کوي.

د غوراوي لپاره یو شمېر لارې او سیناریوګانې شته.

تر ټولو لومړی خو به ټولو لویو لوبغاړو ته دا پرېکړه کول وي چې د ولسمشرۍ ټاکني، چې له وړاندې لا د سپټمبر تر پایه ځنډول شوي، له پلان سره سمې تر سره شي که څنګه.

که ټاکنې پر همدې وخت کيږي، او تر رایو مخکې د سولې تړون و نه شو، نو په کابل کې به نوي حکومت ته له طالبانو سره د سولې پر شرطونو خبرې کول وي.

دا هم څرګنده نه ده چې تر دغو ټاکنو وروسته راغلی حکومت به خپله پنځه کلنه دوره بشپړ کړي او که به تر هغه وخته په موقت ډول په واک کې وي چې افغانان د خپل منځي خبرو اترو په لړ کې، د واک د شریکولو په اړه یوې نتېجې ته سره رسېږي.

خو ټاکنې نورې هم ځنډېدلای او یا هم معطل کېدلای شي او د همدې اوسني حکومت د واک موده غځول کېدای شي، او پر همدې مهال د طالبانو په ګډون د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ نوي حکومت د جوړولو لپاره پر یوه متفقه میکانیزم خبرې وسي.

ایا طالبان به بېرته حکومت کې راشي؟

په دې سیناریو کې د یوه بل غوراوي په توګه پر دې غور کيږي چې یو داسې موقت حکومت جوړ شي چې بيخي بېطرفه وي او یا هم ایتلافي بڼه ولري چې د طالبانو په ګډون د ټولو خواوو استازي پکښې وي.

د افغانانو لویه جرګه هم د دې لپاره جوړېدای شي چې یو داسي لنډ مهالی حکومت وټاکي چې هغه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او طالبانو تر پخلاينې وروسته عمومي انتخابات تر سره کړي.

یو بل وړانديز په ۲۰۰۱ کال کې د جرمني په بون کې د جوړې شوې غونډې په څېر د یوه نړیوال کنفرانس د جوړیدو په اړه دی د هېواد د راتلونکې لپاره یوه لار نقشه غوره کړي. په دې کنفرانس کې به افغان خواوې او لوړبغاړي، لوی هېوادونه او ګاونډي ملکونه وي. خو د بون د پخواني کنفرانس پر خلاف به دا ځل طالبان هم پکښې وي.

د طالبانو ځینې مشرانو ما ته ویلي چي دوی د ټاکنو لپاره چمتووالي او په عمومي افغان ټولنه کي د ورګډېدو او ځای پر ځای کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تېرو څلورو کلونو کي د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۴۵ زره غړي وژل شوي دي.

ایا پخواني دښمنان به په ګډه کار وکړای شي؟

تر یوې داسي جګړې وروسته چي د حکومتي ځواکونو، اورپکو او ملکیانو په ګډون يې سلګونه زره کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، د پخوانیو دښمنانو په یوه ګډ حکومت کې کار کولو ته زمینه برابرول د ډېرو ستونزو هوارولو ته اړتیا لري.

د مثال په توګه طالبان اوسنی اساسي قانون نه مني او افغان حکومت "د امریکا لخوا ټاکل شوې ګوډاګۍ اداره" ګڼي.

تر دې مهاله د ولسمشر اشرف غني ټاکل شوی حکومت له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې ښکېل نه دی، ځکه طالبان له یوه داسې حکومت سره له خبرو انکار کوي چي دوی یې په رسمیت نه پېژني.

یو شمېر افغانان بېره لري چي د طالبانو په حکومت کي له شریکولو سره کېدای شي د هغوی د اسلامي شریعت د سخت تعبیر وخت ته بېرته وروګرځي. دوی اندېښنه لري چې یو شمېر ټولنیزي ازادۍ، په ځانګړې توګه د ښځو ځینې حقونه، کېدای شي له لاسه ورکړي.

طالبانو په نولس سوه نويیمو کلونو کي د خپلي واکمنۍ پر مهال ښځي له کار کولو څخه منع کړي وې او د سنګسار او بدن د غړو (لاس او پښې) د پرې کولو په ګډون سزاوې يې ورکولې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبان د اشرف غني په مشرۍ حکومت د امریکا ګوډاګی بولي.

که خبرو سوله نه راوسته، نو بیا؟

په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد تر یرغل راوروسته، په دې هېواد کي د جنګ ختمولو په نیت ډېري ناکامې هڅې او ډېر شمېر نابشپړ تړونونه رامنځته شوي دي.

دا ځل یو شمېر پخوانۍ سناریوګانې تکرارېدای شي.

له افغانستان څخه د سولي د تړون له مخي او یا له هغه پرته، د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ښايي په کابل کې حکومت سملاسي سقوط و نه کړي.

خو جنګ کېدای شي روان پاته شي؛ او د حکومت پایښت به تر ډېره حده د بهرنیو همکارانو، په ځانګړې توګه د امریکا، په مالي او پوځي مرستو او همدا راز د افغانستان د سیاسي مشرانو په یووالي او ژمنتیا پورې تړلی وي.

د شوروي اتحاد ځواکونه چې په ۱۹۸۹ کال کي له افغانستان څخه ووتل، په کابل کې د مسکو ملاتړ لرونکي حکومت درې کاله نور دوام وکړی.

خو په ۱۹۹۲ کال د هغه حکومت له سقوط سره سم، د بېلو هېوادونو ملاتړ لرونکو افغان ډلو تر منځ خونړۍ کورنۍ جګړې پیل شوې.

که چېرې خبرې په سمه توګه اداره نه کړل شي، نو د پورته بیان شوو دوو سناریوګانو د تکرار خطر شته.

طالبانو له هم هغو کورنیو جګړو او ګډوډیو څخه سرچینه واخیسته، په ۱۹۹۶ کال کې یې کابل ونیوی او تر هغه مهاله یې پر زیاتره افغانستان حکومت کوی چې په ۲۰۰۱ کال کي د امریکا په مشرۍ برید کي له واکه لېرې کړل شول.

که چېرې د سولې تړون رامنځته نه شو او یا هم ناکام شو، نو طالبان کېدای شي یو ځل بیا د حکومت او ټول هېواد نیولو هڅه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره کي فعالیت لري.

ګډوډي به څنګه وي؟

د سولې د اوسنیو هڅو نتېجه دا راوتلای شي چې طالبان به په افغانستان کې د یوه نوي حکومت او جوړښت برخه وي.

د دې معنا به د جنګ خاتمه او د یوه ټول شموله افغان حکومت جوړېدنه وي؛ او دا به هغه څه وي چې د ټولو خواوو - افغانانو، امریکا، او سیمه ییزو هېوادونو- په ګټه به وي.

خو که داسې و نه شي، نو خطرونه ډېر دي.

په یوه داسې هېواد کې جنګ او بې ثباتي نوره ډېرېدلای شي چې د چین، روسیې، هندوستان، ایران او پاکستان په ګډون، د لویو قدرتونو د یوې مجموعې لرونکې سیمه کې ستراتیژیک موقعیت لري.

د ګډوډۍ یو بل پړاو کېدای شي د نوو جنګي توند لارو ډلو راټوکېدو ته لار هواره کړي. افغانان او نوره نړۍ به له یوې داسې ممکنه امنیتي خلا سره مخامخيږي چې القاعده او اسلامي دولت (داعش) غوندې ډلو د ودې لپاره حالت برابر کړي.

د نشه يي موادو نور ډېر تولید او د ډېر شمېر خلکو بې ځایه کېدنه او ګڼ کډوال به نه یوازې افغانستان بلکي ټولي سیمي او نوري نړۍ ته هم جدي خطرونه او ستونزې پېښي کړي.

د دې مخنیوی څنګه کېدای شي؟

تاریخ ښيي چې د خبرو پیلول او د تړونونو لاسلیکول د جنګونو سوله ییز حل نه تضمینوي.

داسې ګامونه یوازې د یوې پېچلې او ستونزمنې پروسې پیل وي. پر کاغذ د لیکل شوي متن عملي کېدنه تر دې ډېره مهمه ده.

د افغانستان لپاره به تر ټولو لویه ستونزه د سولي تر کوم تړون وروسته، د اثبات یا تایید وړ د عملې کېدنې میکانیزمونو جوړول په کار وي.

که څوک په هېواد کې د جنګ اوږده تاریخ ته وګوري، نو که چيري یو یا ډېر داخلي یا خارجي لوري دا پروسه غلطي خوا ته بيايي، دا اوسنۍ ښه موقع په اسانۍ سره ضایع کېدای شي؛ ځکه نو د سولې لپاره د هڅو د همږغۍ او د دې پروسې د ګډوډونکو د مخنیوي لپاره، د سیمه ییزو او مهمو نړیوالو لوبغاړو د یوه چوکاټ جوړول په کار دي.

د څلوېښتو کالو د یوه اوږده جنګ د ختمولو یوه ښه موقع رارسېدلې ده؛ په احتیاط یې پر مخ بوزئ او یا هم له عواقبو سره یې د مخامخ کېدو خطر ومنئ.

د طالبانو استازي څوک دي؟

د انځور حقوق US DEFENSE DEPARTMENT
Image caption طالبان له ۲۰۱۳ کال راهیسي د قطر په مرکز دوحه کې سیاسي دفتر لري.

د طالبانو د سولي په پلاوي کي "د ګوانتانامو پنځه" هم شته چي د طالبانو په حکومت کي جګپوړي چارواکي ول، او د دوی د حکومت تر ړنګېدو وروسته ونیول شول او د امریکا په ناندریز زندان کې نژدې ۱۳ کاله بندیان ول.

دوی په ۲۰۱۴ کال کې له یوه امریکايي پوځي، بو برګډال، چې په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو ته په لاس ورغلی و، د یوې تبادلې له مخې قطر ته واستول شول.

دوی دا دي: په پورتني عکس کې د ساعت ګرځېدو په څېر، لوړ، له کیڼ اړخ څخه:

  • محمد فاضل: په ۲۰۰۱ کال کي د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال د طالبانو د دفاع مرستیال وزیر و.
  • محمد نبي عمري: ویل کيږي له حقاني ډلي سره نژدې اړیکي لري.
  • ملا نورالله نوري: د طالبانو یو پخوانی جنګي قومندان او والي.
  • خیرالله خیر خواه: د طالبانو په حکومت کي د کورنیو چارو وزیر او د افغانستان د دریم تر ټولو لوی ښار هرات والي.
  • عبدالحق وثیق: د طالبانو د استخباراتو مرستیال مشر و.

د طالبانو د مذاکراتي ډلي مشري به شیر محمد عباس ستانکزی کوي، چي د طالبانو یو جګپوړی غړی دی او تر دا وروستیو پورې په قطر کي د دوی د سیاسي دفتر مشر و.

نوموړي په فبروري میاشت کې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کي وویل چي له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به پر اوربند سلا و نه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان له ۲۰۱۳ کال راهیسي د قطر په مرکز دوحه کې سیاسي دفتر لري.

ملا عبدالغني برادر، د طالبانو مرستیال مشر او د تحریک یو بنسټ ایښودونکی مشر، به هم په قطر کې وي. نوموړی د تېر اکتوبر په میاشت کې تر نژدې نهه کلن بند وروسته په پاکستان کي له زندانه خوشی شو.

زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی، هم په قطر کي له طالبانو سره د خبرو تر روان پړاو مخکې پر همدې مهال

په سیمه کې له بېلو هېوادونو سره په مشورو بوخت دی. نوموړي د جنوري په میاشت کې وویل چې په خبرو کې کافي پرمختګ شوی دی.

ورته مطالب