راشد خان او محمد نبي د کپتان له بدلېدو سره مخالفت وښود

راشد او نبي د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوو وتلیو ستورو راشد خان او محمد نبي د ملي لوبډلې د کپتان یا لوبډلمشر له بدلېد سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. دې دواړه لوبغاړو،‌ چې دا مهال په هند کې د هغه هېواد د کرېکټ غوره لیګ کې لوبېږي، پر خپلو ټوېټر پاڼو د کرېکټ بورډ دا پرېکړه ناسمه بللې ده.

راشد خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د نړیوال جام په درشل کې د ملي لوبډلې د کپتان بدلېدل به د لوبډلې پر روحیه بد اغېز وکړي.

محمد نبي هم په اوسني‌ وخت کې د کپتان بدلولو پرېکړه ناسمه بللې او لیکلي یې دي‌ چې د پخواني کپتان اصغر افغان تر مشرۍ لاندې ملي لوبډله ښه ځلېدلې، او اصغر افغان باید کپتان پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د یو ورځینو، شل اوریزو او ټېسټ لوبو لپاره یې د ملي لوبډلې نوي کپتانان نومولي

د انځور حقوق Getty Images/ Facebook

د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې ګلبدین نایب به د یو ورځنیو،‌ راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه به د ټېست لوبو لپاره د ملي لوبډلې نوي کپتانان یا لوبډلمشران وي:

"د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ور سره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوي دي".

* دوه نوي افغان کرېکټ ستوري

* پېښور کې د افغان کډوالو کرېکټ سیالۍ

تر دې وړاندې اصغر افغان په دې درې واړو بڼو کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشري کوله.

دا بدلونونه په داسې حال کې اعلانېږي چې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ایا د کرېکټ لوبډلمشر بدلولو ته وخت مناسب و؟

عنایت الحق یاسیني

بي بي سي

په نړیواله کچه د افغانستان د کرېکټ د دوو پېژندل شویو لوبغاړو لخوا د کرېکټ بورد پرېکړې سره مخالفت د پام وړدی. د کرېکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ دا ډول اختلافونه افغانستان کې د کرېکټ د لا غوړېدا لپاره اندېښنې راپورته کوي.

د کرکټ په نړیوال ډګر کې داسې ډېر کم لیدل شوي دي چې د نړیوال جام یا له داسې نورو لویو سیالیو نه دوې میاشتې کمه مخکې موده کې لوبډلمشر بدل شي.

که څه هم په یوه ورځنیو لوبو کې ګلبدین نایب خپله وړتیا نه یوازې په توپ اچوونې کې ښودلې بلکې توپوهنې کې هم ډېر ځله ښه لوبېدلی دی، خو د کپتانۍ په ډګر کې تردې دمه نه دی ازمایل شوی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي راته وویل ''ګلبدین نایب په کورني کرېکټ کې کپتاني کړې ده. ''

ښاغلي احمدزي د کرېکټ بورډ د دې تصمیم تر شا د هر ډول اختلاف خبره رد کړه، خو اوس چې د ټیم مشهور لوبغاړي دې تصمیم سره مخالفت کوی، دا بدلون به نه یوازې افغانستان کې کرېکټ ته ډېر ګټور و نه بلل شي، بلکې د کرېکټ بورډ او لوبغاړو خپلمنځي ناندرۍ هم ښايي دې لوبې ته او افغان ټیم ته زیانمونکي وګڼل شي.

کرېکټ د افغانستان د تېرو نژدې ۲۰ کلو له هغه لاسته راوړنو دی چې د دې هېواد وګړي ورڅخه برخمن شوي دي او تمه دا کېږي چې د لوبغاړو او کپتان د لرې کولو هر ډول پرېکړه پکار ده چې د وړتیاو پربنسټ او همغږۍ ترسره شي.

په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې نړیوال جام سیالیو ته له دوو میاشتو کم وخت پاتې دی.

افریقا ته د تمریناتي لوبډلې تګ

د انځور حقوق Acb
Image caption د کرېکټ ۲۳ کسیزه ډله چې افریقا ته روانه شوه.

د غوراوي کمېټې سربېره پر دې په دغه خبري ناسته کې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه.

دا ډله د جمعې په ورځ سوېلي افریقا ته روانه شوه او تر لوبو وروسته به د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت په کتلو د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله ترې غوره شي.

په دغه لوبډله کې ګلبدین نایب، راشد خان،‌ رحمت شاه، نبي عیسی خیل، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، کریم جنت، حمید حسن، دولت ځدراڼ، سمیع الله شینواری حضرت الله ځاځی،عثمان غني، شاپور ځدراڼ،دروېش رسولي، سید شېرزاد، شفیق الله شفق، افتاب علم، نجیب ځدراڼ، قیس احمد او شراف الدین اشرف شامل دي.

د انځور حقوق ACB

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي له پورته یادو شویو ۲۳ لوبغاړو نه به د روان کال نړیوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کوي.

په دې ۲۳ کسیزه ډله کې د افغانستان تېز توپ اچوونکی حمید حسن هم شامل دی،‌ چې له اوږدې مودې راهیسې د زنګانه د ټپ له کبله له ملي لوبډلې بهر دی.

حمید حسن تېره میاشت بي بي‌سي سره خبرو کې ویلي وو، چې پر خپل فټنس او روغتیا کار کوي‌ او هیله من دی چې د نړیوال جام لوبو لپاره به چمتو وي.

‌یاده دې وي چې د نړیووال جام سیالۍ د روان کال د مۍ میاشتې په دېرشمه نېټه پیلېږي چې په انګلستان او وېلز کې به ترسره شي.

دې سیالیو کې ټولټال ۱۰ لوبډلې ګډون کوي او افغانستان به له نورو ټولو ۹ لوبډلو سره لږ تر لږه یوه لوبه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب