فکرلارې: ولس د بندو ښوونځيو پرانيستلو کې څه کولی شئ؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: ولس د بندو ښوونځيو پرانيستلو کې څه کولی شي؟

د افغانستان په سړو سيمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو خو لا هم د ښوونځي د عمر نیمايي ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي او سلګونه ښوونځي تړلي دي.خو ولې؟ لامل یې څه دي؟

خلک په ځانګړي ډول ځوانان د ښوونځیو په پرانیستو کې څه کولی شي؟ د بي بي سي فکر لارې پر همدې موضوع بحث کوي.

د دې بحث ګډونوال په کابل کې مدني فعاله پښتنه درانۍ، په پکتیا کې د ښوونیز بهیر مشر فضل زیار او کنشکا مسعود دي چې په لندن کې د افغانستان د ناامنو سیمو ښوونځیو لپاره مرسته راټولې.