طالبان د سولې مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي

د انځور حقوق Getty Images

افغان طالبان وايي، کابل کې د افغان حکومت په نوښت مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي او دغه جرګه نمایشي بولي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د را روانې غوايي یا ثور مياشتې پر نهمه نېټه چې د اپریل ۲۹ مې سره برابره ده، په کابل کې پيلېږي.

د طالبانو دا دریځ له هغه وروسته دی چې پرون د دې جرګې منتظمینو بي بي سي ته وویل، حکومت طالبانو ته په دغه جرګه کې د ګډون لپاره د امنيتي ضمانتونو پر سپارلو کار کوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځرسنیو ته اعلامیه کې وايي، دا ډله دې غونډه کې ګډون نه کوي:

"له خپلو وطنوالو هم غواړو چې دې حساسه تاریخي مرحله کې د دوښمن د دسیسو ښکار نه شي او دې نمایشي جرګه کې ګډون ونه کړي".

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د اپریل ۲۹ مې سره برابره ده، په کابل کې پيلېږي، د ګډونوالو د ټاکلو لپاره يې د ولایتونو په مرکزونو کې د ټاکنو بهیر روان دی.

د انځور حقوق ODZAI/FB
Image caption عمر داودزی چې د دې جرګې د ترسره کولو مشر دی وروستیو کې ویلي چې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ور کوي.

د هغه طرزالعمل له مخې چې د دغو استازو د ټاکل کېدو لپاره چمتو شوی ۳۰ سلنه ګډونوالې باید ښځې وي او هېڅ غړی یې هم له ۲۳ کلونو ټیټ عمره نه وي.

د حکومت په خبره، په دې جرګه کې به له ټول افغانستان تر دوه نیم زرو استازي ګډون ولري.

بل لور ته داسې رپوټونه هم شته چې په ځینې ولایتونو کې دغې جرګې ته د استازو د ټاکلو بهیر ګډوډ شوی دی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي، دغه غړي ټولټاکنو ته ورته بهیر کې غوره کېږي چې په هر ولایت کې دا چاره ولایتي شوراګانې ترسره کوي.

ورته مطالب