نړیوالې جنايي محکمې افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنې غوښتنه رد کړه

قاضیان وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت د بریالۍ څېړنې لپاره امکانات 'محدودوي' د انځور حقوق Reuters
Image caption قاضیان وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت د بریالۍ څېړنې لپاره امکانات 'محدودوي'

نړیوالې جنايي محکمې (ای سي سي) په افغانستان کې د ادعا شویو جنګي جرمونو څېړنې یوه عریضه رد کړې ده. د دغې محکمې قاضیانو په یوه اعلامیه کې د افغانستان بې ثباته وضعیت او څېړنه کې د همکارۍ نشتوالي یادونه کړې.

اعلامیه کې ویل شوي:

''دغسې څېړنه به د عدالت لپاره ګټه و نه کړي. ''

نړیواله محکمه دغه عریضه له هغه یوه اونۍ وروسته ردوي، چې امریکايي چارواکو د دغې محکمې اړوند یوې څارنوالې فاتوو بینسودا ویزا فسخه کړه.

داسې ګومان کېږي چې د نوموړې له لوري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو ارزونې ته غبرګون کې د نوموړې ویزا فسخه شوې ده.

استراليا، افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنګي جرمونو پلټنه کوي

''کرزي د جنګې جرایمو د پلټنو مخه نه ده نیولې''

څارنوالان له تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان اوږده جګړه کې د ښکېلو ټولو اړخونو له لوري دغه هېواد کې د هغو جنګي جرمونو پر څېړنه بوخت دي چې ادعا یې کېږي.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د احتمالي جنګي جنایتونو یوه رسمي ارزونه پیل شوه.

خو داسې حال کې چې محکمې ویل، داسې 'معقول دلایل ' شته، چې باور وشي افغانستان کې جرمونه شوي دي، قاضیانو ویل، 'د افغانستان اوسنی وضعیت ته په کتو سره د یوې بریالۍ څېړنې او قانوني تعقیب امکانات خورا 'محدود دي. '

دوی دغه راز په ۲۰۰۶ کال کې د څېړنې له پیله راهیسې د اوږدې مودې تېرېدو ته هم اشاره وکړه او په وینا یې محکمه باید داسې اقداماتو ته لومړیتوب ورکړي چې د بریالیتوب امکان یې ډېر وي.

ای سي سي څه ډول محکمه ده؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption مېرمن فاتوو بینسودا له ۲۰۱۲ کال راهیسې د ای سي سي څارنواله ده او تېره اونۍ یې د امریکا ویزا غوښتنلیک رد شو

ای سي سي د هغو کسانو په تړاو څېړنه کوي او محاکمه کوي یې چې په توکمیزو، ډله ییزو وژنو، بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو تورن وي. دوی داسې حال کې مداخله کوي چې ځايي چارواکي د محاکمې جوګه نه وي او یا یې نه کوي.

ای سي سي په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو لخوا رامنځته شوې اداره ده چې ۱۲۳ هېوادونو په رسمیت منلې ده. داسې حال کې چې د چین، هند، روسیې او امریکا په ګډون ځینې هېوادونو دغه محکمه کې ګډون نه دی کړی، ځینې افریقايي هېوادونه وايي په غیر شفاف ډول یې افریقایانو ته پام اوښتی.

امریکايي چارواکو له دې مخکې پر یاده محکمه څو ځله نیوکې کړې. د امریکا ملي امنیت سلاکار جان بولټن تېر کال سپتمبر کې د امریکایانو خلاف د یادې محکمې له لوري د قانوني تعقیب په صورت کې پرې د بندیزونو ګواښ وکړ.