د پخلاینې مشرتابه شورا: د قطر غونډې ګډونوالو نوملړ پر سر ناندرۍ شته

شورا د انځور حقوق ARG

د قطر پلازمېنې دوحې غونډې ته له یوې اونۍ لږه موده پاتې ده، خو لا هم د غونډې د ګډونوالو او په کې د مطرح کېدونکو بحثونو څرنګوالی نه دی نهايي شوی. ټاکل شوې وه چې دې چارې ته د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړه شوې شورا نن 'شنبه د اپریل ۱۳ ' خپلې چارې بشپړې کړي، خو داسې ښکاري چې د اختلافونو له کبله دا کار ځنډیدلی دی.

د شورا ویاند عمر داودزی وایي، کارې کمېټې تر یوه چتر لاندې اوس په دې کار کوي چې د قطر غونډې ته څوک او څومره شمېر کسان لاړ او کومې مسئلې مطرح کړي، خو مني چې نانندرۍ لا هم شته.

دا چې څه شمېر کسان قطر ته لاړ شي، له اختلافي مسائلو یوه ده. د پخلاینې د رهبري شورا د تېرې چهارشنبې ورځې غونډه کې په دې اړه هوکړه ونه شوه، د ځینو نظر دا و چې لږ شمېر کسان دې لاړ شي، ځینو نور بیا ویل چې کسان باید ډېر وي، ځکه د دوی په وینا قطر درې - څلور سوه کسانو ته چمتوالی ښودلی دی.

دغه موضوع کاري کمېټې ته وسپارل شوه چې خپلې سپارښتنې راوړي، خو هغه لا په دې حد کې نه دي چې په اړه دې پرېکړه وشي.

د انځور حقوق ARG

د تېرې چهارشنبې پر ورځ د دغې شورا له لومړۍ غونډې وروسته باوري سرچینو بي بي سي ته وویل چې له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت سرې کرښې په ګوته شوې دي.

د دوی په خبره دا سرې کرښې د افغانستان د اسلامي جمهوریت عبارت، په ټوله کې د اساسي قانون ساتل، ټاکنې او د ښځو حقونه دي.

همدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، بل بحث به چې د قطر غونډه کې مطرح کېږي داوي چې، احتمالي اوربند باید د ټول هېواد په کچه وي او په ځانګړو سیمو پورې محدود نه وي.

د سرچینو په باور، یوه بله موضوع چې د قطر غونډې د چمتوالي چارې یې له ځنډ سره مخ کړي، داده چې ځینې پیژندل شوې سیاسي څېرې چې د پخلاینې شورا غړیتوب هم لري، هڅه کوي چې د خپلې خوښې کسان دې خبرو کې ښکېل کړي.

همدا سرچینې وایي، کله چې مرکچي پلاوی وروستی شي، د ولسمشر د یوه فرمان له مخې به قطر ته ځي. د قطر غونډه د راتلونکې جمعې، شنبې او یکشنبې پر ورځو جوړیږي.

د انځور حقوق ARG

دغې شورا نن د اپریل پر اوومه نېټه خپله لومړنۍ ناسته د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې په ارګ کې وکړه. په هغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د حکومتي استازو په ګډون به یو لوی پلاوی د قطر په راتلونکي کنفرانس کې ګډون کوي.

شورا پرېکړه کړې وه چې تر درېیو ورځو به د هغو کسانو نوملړ هم چمتو کړي، چې له طالبانو سره به د سولې خبرې کوي.

له هغې ناستې وروسته د یادې شورا ویاند عمر داودزي خبریالانو ته وویل، د دوحې کنفرانس کې به افغان پلاوی د حکومتي استازو او غیر حکومت کسانو په ګډون له یوه موقف نه غږېږي.